چې مونږ ولې دوه تلې ګرځوو؟

مونږ او نور

ژباړه: غنچه ګل ارمان

یوه سړي خپله مېرمن له ځان سره د ډاليو پلورنځي ته بوتله او ور ته ويې ويل چې زما مور ته يوه ډالۍ خوښه کړه چې وايې خلم.

د هغې په زړه کې رخه راغله او د کاليو له پاره يې يو بې کاره ټوکر ور ته خوښ کړ. سړي پيسې ورکړې، هټيوال ته يې وويل چې د ډاليو په کاغذ کې يې ونغاړه او هټيوال هماغسې وکړل. سړي ډالۍ له ځان سره واخيسته او نور کور ته لاړل. ماښام يې هماغه ډالۍ خپلې مېرمنې ته ورکړه چې هغې په خپله اخيستې وه. او ور ته ويې ويل چې ما غوښتل ته ځان ته د خپلې خوښې ډالۍ واخلې.

ښځې خو ډالۍ واخيسته، مګر په زړه کې يې له ځان سره ويل چې کاشکې مې خواښې ته ښه ډالۍ خوښه کړې وی، اوس به مې دا خشره جوړه نه وی په برخه شوې.

درس:

دکتور اُسامه مُلا وايي چې له خلکو سره د چلن څلور درجې دي. ټيټه او لومړۍ درجه يې دا ده چې له هغوی سره داسې چلن وکړې چې له تا سره يې کوي. دا بالمثل چلن دی.

دوهمه درجه يې دا ده چې له نورو سره داسې چلن وکړې څنګه چلن چې له هغوی غواړې چې له تا سره يې وکړي. يعنې له خلکو سره له بالمثل چلن پورته ښه چلن وکړې.

درېيمه درجه يې دا ده چې له نورو سره داسې چلن وکړې چې خدای در ته پرې امر کړی چې له نورو سره بايد څنګه چلن وکړې. په دې کې چلن د بل د چلن په بدل کې نه دی، بلکې معامله دې له خدای سره ده.

او څلورمه او تر ټولو لوړه درجه يې دا ده چې له نورو سره داسې چلن وکړې څنګه چلن چې له خدايه غواړې چې له تا سره يې وکړي. که له خدايه غواړې چې د روزۍ پراخي در باندې راولي، په خلکو پراخي راوله، او داسې نور.

مونږ په خواشينۍ سره دوه تلې ګرځوو: يوه د نورو له پاره او يوه د ځان له پاره. مونږ ډېر کله له خلکو سره د چلن په تر ټولو ټيټې درجې، بالمثل چلن، کې هم پاتې راځو. ډېره بده خو لا دا وي چې کله د نورو د ښو بدل په بدو ورکوو!