پنجشنبه , 25 اپریل 2024

ډاکتر عبدالله وايي، په زړو کارتونو ټاکنې نه منو؛ باید بریښنايي تذکرې ژر وویشل شي

دافغان حکومت اجرائیه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله د یوې غونډې په ترڅ کې وویل، چې د الکترونیکي تذکرو د ویش په برخه کې دې لازم ګامونه پورته شي.

نوموړي زیاته کړې ، چې بریښنایي تذکرې د ټاکنو په روڼوالي کې مهم رول لوبوي او نوره د ټاکنو له زړو شویو کارتونو څخه استفاده په هیڅ صورت نه منو! او باید د رایه ورکوونکو دقیق شمیر مشخص وي.

دا په داسې حال کې ده چې د هیواد زیاتره جنوبي، ختیځې او لویدیځې سیمې د جګړو په اور کې سوځي او هلته د بریښنایي پیژندپاڼو ویش ناممکن دی.