پنجشنبه , 25 اپریل 2024

ډاکتر عبدالله وایې، ارزګان کې به د مخالفینو پر ضد جدي اقدامات وشي

اجرابه رییس ډاکتر عبدالله تیره ورځ په کندهار کې د ورځې ناوخته د ارزګان ولایت له یو شمېر استازیو سره په لیدنه کې ټینګار کړ چې افغان امنیتي ځواکونه به په ارزګان کې د وسله‎والو مخالفینو له منګولو د صحي مرکزونو او نورو عامه خدمتونو د ادارو د خلاصون لپاره جدي هڅې وکړي.

د اجرائیه رئیس په رسمي فیس بوک پاڼه کې د ښاغلي عبدالله له قوله ویل شوي چې مرکزي حکومت به له امکاناتو سره سم د خلکو غوښتنې پر ځای کړي.

د ارزګان ولایت استازیو له اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره په لیدنه کې شکایت وکړ چې وسله‎والو طالبانو روغتیايي مراکز تړلي او دوی له سختو ستونزو سره مخ دي.

د وسله‎والو طالبانو یوه ویاند قاري یوسف احمدي بیا په یوه بیان کې که څه هم د وسله والو طالبانو له خوا د صحي مرکزونو تړل تائیدوي خو تور پورې کوي چې افغان حکومت په قصدي توګه د دغو مرکزونو تړلو ته زمینه برابره کړې وه او صحي خدمات یې نه ورسول.