پنجشنبه , 18 اپریل 2024

ډله ییز ارتباطات

لیکنه: محمد نذیر ساپی

ډله ییز ارتباطات د ارتباط د جمعي وسایلو لکه راډیو، ټلویزیون، انټرنیټ، ورځپاڼو او مجلو له لارې د خلکو له پراخه جمعیت سره ارتباط نیولو ته وايي. ډله ییز ارتباطات “ډله ییز” ځکه بولو دلته پیغام لیږدوونکی له ګڼ شمیر خلکو سره ارتباط نیسي چې ځنې وخت یې تعداد له میلیونونو هم اوړي.

که دوه کسان په خپل منځ کې غږیږي، بین الفردي ارتباط نیسي. که په کور و کلي کې یوبل سره اړیکي نیسو او راشه درشه کوو، دې ته ټولنیز ارتباطات ویل کیږي. که هیوادونه په خپل منځ کې اړیکي نیسي، دا بیا سیاسي یا ډیپلوماټیک ارتباطات بلل کیږي. همدارنګه، که د امریکا غږ اشنا راډیو په کابل کې د یوې غونډې په اړه رپورټ خپروي، دې ته ډله ییز ارتباطات وايي. د ډله ییز ارتباط انګلسي معادل (Mass Communications) کې (Mass) د “ډلې یا جمعیت” او (Communications) د “ارتباطاتو” په معنا دي.

ارتباطات د پیغام لیږدونکي، پیغام ترلاسه کوونکي او د پيغام لیږدولو د وسیلې څرنګوالي ته په کتو سره مختلفې بڼې لري. ډله ییز ارتباطات د ارتباطاتو هغه بڼه ده چې پيغام لیږدونکې په کې پیغام د ارتباط د ډله ییزې وسیلې (Mass Medium) په مرسته له ګڼ شمیر خلکو سره شریکوي.

د بیلګې په ډول، په لندن کې ناست د بي بي سي پښتو خبري سرویس نطاق د سلام او ورځ مو په خیر ویلو سره خپل پیغام په نړۍ کې د میلیونونو انسانانو غوږونو ته رسوي او په دې ډول ورسره ډله ییز ارتباط نیسي. د موضوع د ښه وضاحت لپاره ویلی شو، هرکله چې پیغام لیږدونکی خپل پيغام د ارتباط د جمعي وسیلې له لارې انتقال کړي او لیږدول شوی پیغام یې ګن شمیر خلکو ته ورسیږي، ډله ییز ارتباط رامنځته کیږي. پورته بیلګه کې د بي بي سي پښتو سرویس نطاق پیغام لیږدونکی، راډیو د پیغام لیږدونې ډله ییزه وسیله او پیغام ترلاسه کوونکي یې میلیونونه پښتانه دي.

ډله ییز ارتباطات په بشري تاریخ کې همیشه د انساني ژوند د یوې اساسي برخې په توګه مطرح دي. لرغونو انسانانو به خپل ژوند ته د ورپیښ خطر، د مخالفې قبیلې یا ټبر پر وړاندې جنګ ته د خپلو هم نوعو د رابللو او داسې نورو مواردو کې د یوې لوړې ډبرې یا غونډۍ سرته پورته کیدل او له هیبته ډکې سورې نارې به یې وهلې.

اور بلول، لوګی، هوا ته د مارغانو الوزول، ډول وهل او د پیغام لیږدوونکي یا جارچي په وسیله د ګڼ شمیر خلکو خبرول د ډله ییز ارتباط د ځنې پخوانیو میتودونو له جملې د بیلګې په ډول یادولی شو. له دغو میتودونو څخه ځنې د افغانستان د لرې پرتو سیمو په شمول د نړۍ په یو شمیر نورو وروسته پاتې هیوادونو کې اوس هم کارول کیږي. ما د طالبانو په دوره کې د کنړ ولایت په څوکۍ ولسوالۍ کې د یوه غښتلي قومي مشر لرغونو انسانانو ته ورته له هیبته ډکې سورې نارې واوریدلې چې خلک یې د کلي د عمومي ویالې د پاکولو مشترک کار ته رابلل.

په تاریخي لحاظ ورځپاڼې، مجلې، خبر پاڼې او ژورنالونه د ډله ییز ارتباط پخواني‌ وسایل دي چې ورپسې راډیو، ټلویزیون او بلاخره د شلمې پیړۍ په ورستیو لسیزو کې انټرنیټ ظهور وکړ. د ارتباطاتو په ټکنالوژۍ کې د پرمختګ سره ډله ییز ارتباط خورا ساده او د پوښښ ساحه یې ډیره پراخه شوې ده.

اوس که چیرته کومه پیښه رامنځته شي، د نورو خبرولو لپاره د لرغونو انسانانو په شان سورو نارو وهلو ته ضرورت نه لرو. اوس ورباندې په ډیر کم وخت کې راډیو او ټلویزیون رپوټ جوړوي، ورځپانې یې چاپوي او د انټرنیټ او ټولنیزو رسنیو له لارې خپریږي. پخوا به په یوه کوچني کلي کې ډیرو کمو خلکو ته هم په ډیر مشکل سره پیغام لیږدول کیدی، خو د ارتباطاتو د معاصرې ټکنالوژۍ د ډله ییزو وسایلو په برکت اوس په ډیر لږ وخت کې په اسانۍ سره ټوله نړی کې میلیونونو انسانانو سره ارتباط ونیسو.