لیکنه : مطيع اللّٰه حکيمي
په عام مفهوم ډوماين (( Domain )) هغی ساحی يا حوزی ته وايی چې د يو چا په واک او کنترول کې وي.
په انټرنيټ کې ډوماين دهغه ځانګړی، مشخص اوثبت شوی ويبسايټ نوم دی چې د نورو ويبسايټونو څخه يې مجزا او جلا کوي .
د بيلګې په توګه د Google.com د google د شرکت دانټرنيټي ويب سايټ ځانګړی ډوماين دی . چې په همدې نامه په انټرنيټ کې ثبت شوی دی. بله کمپنۍ ، شرکت يا شخص نه شي کولی چې خپل ويب سايټ په دې نامه ثبت او راجستر کړي .
هر ډوماين له دوو برخو څخه جوړ وی.
_ لومړی برخه يې د همغه کمپنۍ ، شرکت يا شخص نوم دی چې د ويب سايټ د موضوع سره سم يې ، په خپله خوښه ټاکي. لکه Google چې د نوموړي شرکت نوم دی .
_ دوهمه برخه يې روستاړی (پسوند) دی، لکه com چې د لومړۍ برخې څخه د ټکي ( ډاټ ) په وسيله جلا شوی.
روستاړی يو قرارداد يا پروتوکول دی چې ٢ نه تر ٦ توري لري او هر څوک يې دخپل ويب سايټ د موضوع د منځپانګې سره سم په خپله خوښه ټاکي .
نړيوال مشهور روستاړي com , org , net , edu , info او داسي نور دي.
د نړۍ هر هيواد خپل ملي ځانګړي روستاړي هم لري چې دهغه هيواد پورې اړوند ټول سايټونه ترې ګټه اخلي . دا روستاړي عموما د انګليسي د الفبا له د ٢ تورو څخه جوړ وي. لکه زموږ د هيواد د ډومين روستاړی Af.، ايران ir. ، امريکا متحده ايالات us. ، المان de. ، انګلستان uk. , پاکستان pk. , او داسې نور…
ډوماين (دروستاړي سره ) تل يو او ثابت نوم وي، په دې معنی چې يو ويب سايټ يوازې دخپل ډوماين نوم څخه د تر لاسه کيدو شونتيا لري.
د ډوماين نومولو سيستم ( Domain Name System) چې لنډيز يې (DNS ) دی د ويب سايټونو نومونه د IP له ادرس سره برابره وي .
د اچې د ډوماين نوم تل ثابت وي او د IP ادرسونه تل د بدلون په حال کې وي نو همدا لامل دی چې موږ په اسانۍ سره کولی شو چې د خپلې خوښې ويب سايټ د IP او نورو تخنيکی معلوماتو پرته، د ډوماين د ثابت نوم له مخې ولټوو او پيدا يې کړو .
د انټرنيټ ډوماينونه د هسکې درجې ( ِTop Level Domain ) ، دوهمې درجې، دريمې درجې اوکله نا کله د څلورمې درجې پورې هم ويشل کيږي چې د درجې له مخې د ښي نه چپ خوا ته ليکل کيږي .
د ډوماين نومونه اکثرا د انګليسي الفبا نه جوړ وي خو په وروستيو وختونو کې د نورو ژبو په الفبا و هم ليکل شوي دي
هغه څه چې په انټرنيټ کې د نومونو په ثبت او طبقه بندۍ کې زيات اهميت لري هغه دډوماين ځانګړي روستاړي ( پسوند ) دي .
د لومړي درجه ډوماين روستاړي عموما درې توري لري چې يو څو مشهور يې په لاندې ډول دي :
com / commercial.
د سوداګريز ډوماين روستاړی دی ، دا چې اوس يې ډير شهرت پيدا کړی نو عمومي روستاړی هم ورته وايي ځکه د هر ډول ويب سايټونو له پاره کارول کيږي .
Edu/ educational.
د ښوونې د موسسې روستاړی دی چی د تعليمي موسسو د ويب سايټونو لکه ښونځيو او پوهنتونونو له پاره کارول کيږي .
net / operation network.
دشبکې د جوړونې سازمان روستاړی دی چې د انټرنيټ پورې اړوند ويبسايټونو له پاره په نظر کې نيول شوی دی. خو اوس د بيلابيلو ويبسايټونو له پاره هم کارول کيږي
gov / us government.
د دولتی سازمان روستاړی دی چې عموما دامريکا د متحده ايالاتو د دولتي ويبسايټونو له پاره کارول کيږي .
org /organization.
دغير انتفاعي سازمان روستاړی دی چې عموما د غير تجارتي ادارو له پاره په نظر کې نيول شوی دی ، خو په اوس وخت کې په بيلابيلو برخو کې ترې ګټه اخيستل کيږي .
لومړی درجه ډومينونه د ټولو ادارو ترمنځ شريک وي خو دوهمه درجه ډومينونه کيدای شي ، د اشخاصو ، شرکتونو او يا د ځانګړو ادارو په نامه وي.
د انټرنيټ د عادي کارکوونکو له پاره د برښنا ليک ( E-mail) د اسانتياو برابرول عموما د دوهمه درجه ډومينونو په غاړه وي . د تورو شمير يې محدود نه وي کيدای شي زيات او يا هم کم وي .