ډونالډ ټرمپ د روسیې ولسمشر پوتین ته دټاکنو دبریا مبارکي ورکړې

ولسمشر ټرمپ له ویلادمیر پوتین سره په ټلیفوني تماس کې هیله څرګنده کړه چې دواړه مشران وتوانېږي په نېږدې راتلونکې کې خپلو کې وویني او د وسلو د سیالۍ، د اوکراین او سوريې د جګړې او د شمالي کوریا د اټمي پروګرام پر مسئلې خبرې وکړي.

ولسمشر ټرمپ په دې اړه په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل:ما ویلادمیر پوتین ته ټلیفون وکړ او د روسيې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې مې ورته د کامیابۍ مبارکي وویله، په دې ټلیفوني تماس کې مو وویل چې په نېږدې راتلونکې له یو بل سره وینو، موږ کولی شو د وسلو او د وسلو د سیالۍ په اړه خبرې وکړو، څرنګه چې پوهېږی هغه اعلان وکړ چې د وسلو د سیالۍ بحث غټه خبره نه ده، دا تر انتخاباتو وروسته د هغه لومړۍ خبره وه.”

ولسمشر ټرمپ وویل له ویلادمیر پوتین سره يې د اوکراین، سوريي او شمالي کوریا په اړه هم خبرې وکړې.

کرېملېن د پوتین او ټرمپ ترمنځ له ټلیفوني تماس وروسته په یوې اعلامیه کې وویل چې په دې خبرو کې دې ته ځانګړې توجه وشوه چې د دواړو خواو ترمنځ د لوړې سطحې غونډه جوړه شي.

په اعلامیه کې راغلي دي چې دواړو مشرانو د ستراتیژیک ثبات او له نړیوال ترورېزم سره د مبارزې په ګډون په مختلفو بر خو کې د عملي همکاریو پر پراخولو هم خبرې وکړې.

د روسيې د انتخاباتو کمېسیون ویلي دي چې ویلادمیر پوتین چې له ۱۹۹۹کال راهیسې یا د ولسمشر او یا د صدراعظم په توګه په واک کې دی، په سلو کې د ۷۶ رایو په اخیستلو سره د یوې بلې ۶ کلنې دورې لپاره منتخب شوی دی.