د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ترکیې ته خبرداری ورکړ چې پر سوریې پوځي یرغل سمدستي پای ته ورسوي.
ولسمشر ډونالد ټرمپ دغه راز ویلي چې که د ترکیې مشران له دغې جګړې لاس وانخلي، نو دی آماده دی چې د دغه هېواد اقتصاد په چټکۍ سره ویجاړ کړي.
د امریکا متحده ایالتونو مرستیال ولسمشر مایک پنس پرون (اکټوبر ۱۴مه) خبریالانو ته وویل چې متحده ایالات په سوریه کې د ترکیې یرغل نور نه شي زغملی.