ډونلډ ټرمپ د امریکا د ولسمشر په توگه لوړه وکړه

ډونلډ ټرمپ د امریکا د پنځه څلوېښتم ولسمشر په توگه لوړه وکړه.

د لوړې مراسم د امریکا په پلازمېنه واشنگټن ډي سي کې، د جمعې پر ورځ د جنوري په شلمه نیول شوي وو چې دامریکا درې پخوانیو ولسمشرانو سره دخپلو میرمنو ګډون کړې و او د نړۍ د گڼو ټلویزیوني شبکو له خوا په ژوندۍ بڼه خپرېدل.

اویا کلن ټرمپ، چې د سوداگرۍ مخېينه لري، د امریکا پر اقتصادي مسایلو ډېر ټینگار وکړ. ټرمپ وویل، موږ به په گډه د کلونو کلونو لپاره د امریکا او نړۍ د پېښو بهیر وټاکو.

د امریکا نوي ولسمشر وویل،موږ به ننگونو سره مخ شو، له سختیو سره به مخ شو، خو موږ به خپل ماموریت ترسره کړو، ټرمپ زیاته کړه ،امریکا به په امریکايي لاسونو او په امریکايي کارگر بیا جوړه کړو.

ټرمپ وویل د نن ورځې مراسم ډېر ځانگړي دي؛ ځکه چې واک له واشنگټن څخه د امریکا خلکو ته لېږدول کېږي. ښاغلي ټرامپ په واشنگټن کې پر واکمن لږه‌  نیوکه وکړه او ویې ویل چې د امریکا سیستم یوازې امریکا ساتلې، نه د امریکا خلک.

ښاغلي ټرمپ د امریکا په ښوونې، روغتیا او د جرمونو د نرخ پر پورته والي نیوکه وکړه. ده وویل د امریکا قصابي  سر له ننه درول کېږي. ټرمپ وویل، امریکا یو ملت دی او د هر چا رنځ د ټولو رنځ دی.

ټرمپ د خپلې بهرنۍ تگلارې په تړاو وویل، چې د نړۍ ټولو ولسونو سره ښې اړیکې غواړي؛ خو ده ژمنه وکړه چې نړۍ به د افراطي اسلام  پر ضد سره یوه خوله کړي.

ډونالډ ټرمپ وویل د افراطي اسلامي ترهگرۍ ریښې به وباسي.

اسلامي ترهگري هغه اصطلاح وه، چې د پخواني ولسمشر بارک اوباما حکومت یې له کارونې ډډه کوله. اوباما د خپلې واکمنۍ پر مهال هڅه کوله چې د ترهرگرۍ مسئله له اسلامه جلا وښيي.

ډونالډ ټرمپ چې له پخوا یې د مسلمانانو په تړاو توندې څرگندونې کړې وې، د اسلامي ترهگرۍپر ضد د جگړې پيغام یې د اسلامي نړۍ ولسونو ته هيښنده گڼل کېدای شي.