ډیر جدي اوسېدل؛ تاوانونه که ګټې!؟

ژباړه:غازی عابد

لیکوال: هینریک

دا د مثبت فکر په اړه د هغه تجربه لرونکي پوه خبرې دي، چې تل د ښه او سالم ژوند، مثبت فکر، په ژوند کې د مثبت فکر په ارزښت او د مثبت فکر ترلاسه کولو پر لارو چارو خپلې تجربو لیکنې او معلومات شریکوي.

دی وايي:

کله چې په ژوند کې ډیر جدي شوئ، نو بیا به په وړه تیروتنه او معمولي ښوئیدنه سره هم ډیر ویریږئ او دردیږئ.

هینریک زیاتوي: زما د تجربو پر اساس که ډیر جدي شوۍ بیا به ډیره سخته وي چې د ژوند له شیبو خوند واخلئ؛ نو اړېنه ده چې تیر پریږدو او خپل ژوند په خندا او خوشالۍ تیر کړو.

نوموړی پوه وايي؛ دغو لاندې دریو شیانو له ما سره ددې ستونزې په حل کې مرسته کړې:

۱- پريخ لیکل شوی یادښت

هینریک وايي، ما وغوښتل څو روښانه، نرم او زغم لرونکی شم، نو دې برخه کې څو کاله وړاندې یو شي چې له ماسره یې مرسته وکړه هغه په یخ لیکل شوی اسانه نوټ وو، هغه نوټ دا وو: ځلول، روښانول او ویلیدونکی!

یعنې هغه یخ ځلیدو، روښانه وو، ویلي شو او له منځه لاړ، نو هر څه له منځه ځي، ولې له بې ځایه او بې حده جدیت نه کار واخلو، غوره به وي چې نرمي او مناسب جدي چلند خپل کړو.

له دې وروسته یاد یاداښت له ماسره مرسته وکړه څو هغه ستونزې او مشکلات دفع کړم، چې ښايي ماته هره ورځ زما د بې حده جدي فکرونو او جدیت له امله رامنځته شوی وای. همداراز دې یادګار ماته یو روښانه لرلید هم راکړ، هغه دا چې باید له ډیر جدیته ځان وژغورم او له نرمۍ کار واخلم.

۲- د نرمۍ چاپيریال خپل کړه

که یو څوک یا یو شی ستاسې په فکر او ذهن باندې لوی تاثیر ولري او محاصره مو کړي؛ هیڅ خبره نه ده که دا اغیز مثبت وي یا منفي، ځکه دا د هغوی نظر دی چې ستاسې په اړه یې څرګندوي.

نو دا به تر ټول قوي او پیاوړی کار وي چې له داسې خلکو سره چې مخ کیږې یا ورسره پيژنې، له نرمۍ او زغم نه کار واخلې.

همداراز د خپل ډیر جدي چاپيریال لپاره مو ځینو ساعت تیریو ته مخه کړئ، مثلاً کوم خندونکی فلم، ډرامه او یا پام بدلوونکی کتاب وګورئ او ولولئ.

۳- په خپل ځان مو اعتماد ډیر کړئ

زما د تجربو پر اساس؛ کله چې په خپل ځان ډیر باور ولرو، نو بیا کولی شو خوښ و اوسو او له ځانه دفاع هم وشو کولی.

زما خودباوري یا پر ځان باور ددې لامل شوی څو له یوې موقتې ناکامۍ نه ډیره ویره ونه لرم او ډیر زیات جدي یې ونه نیسم. زه خپله ځان خوښووم، نو ددې علاقمند یم چې نور خلک هم راسره تل همداسې چلند وکړي.