ډیر ګرم مشروبات څښل کینسر یا سرطان پیدا کوي

د نړۍ طبي کارپوهانو په یوه تازه څیړنه کې ثابته کړې چې ډیر تود یا ګرم چای څښل په بدن کې د سرطان یا کینسر ناروغي پیدا کوي.

د روغتیا نړیوالې ادارې (ډبلیو ایچ او) یوې څانګې ویلي چای یا کافي او یا نور څښونکي څیزونه چې د تودوخې درجه یې له ۶۵ لوړه وي، نو په دې حالتو کې ددې خطر ډیر موجودیدلی شي، چې د انسان په بدن کې د کیسنر یا سرطان خطر ډیریدلی شي.

د سرطان لومړۍ نښې دا دي چې په تودو مشروباتو سره د انسان خوله او مرۍ سوځي.

د ملګرو ملتونو د نړیوالې ادارې تر څارنې لاندې ادارې ویلي چې دا څیړنه په ایران، چین، ترکیې او جنوبي امریکا کې ترسره شوې ده، ځکه دې هیوادونو کې خلک دومره ګرم چای څښي چې د تودوخې درجه یې ۷۹ سانتي ګریده وي.

باید وویل شي چې څیړونکو ویلي چې چای باید لومړی تر ۴ دقیقو پورې یخ کړئ او بیا یې وڅښئ.