پنجشنبه , 28 مارچ 2024

ډیپیکا او کنګنا اوس په هندي سینما حکومت کوي

په هندي سینما کې د نجونو ترمینځ سیالي او ښځینه فلمي ستورو ته د فلم جوړونکو خاصې پاملرنې د هغوې قیمت لوړ کړی دی.

له دې سربیره، کله چې د ښځینه فلمي ستورو فلمونه پرله پسې کامیابیږي او ښه بازار مومي، دوې هم له یو فلم څخه بل فلم ته لا ډیرې پیسې غواړي.

کله  خو داسې هم شوي، چې په یوه فلم کې ښځینه اداکاره له نارینه اداکار څخه زیاتې پیسې اخلي.

د بالیووډ نوموتې ستورې ډیپیکا پاډوکون په ۲۰۰۷ کال کې سینما ته راغلې او تر اوسه يې ۲۳ فلمونه جوړ کړي. هغه د پیکو، باجیرو مستاني، او پاډماوت په څير کامیاب فلمونه لري. نوموړې اوس د یو فلم په سر له ۱۲ تر ۱۴ کروړه هندۍ روپۍ اخلي.

د شمالي هندوستان ښکلې سینما ستورې کنګنا راناوټ هم له ډیپیکا پاډوکون کمه نه ده. د کنګنا راناوټ که څه هم ځيني فلمونه ناکام شوي، خو بیا هم هغه د بالیووډ له قیمتي سینمايي ستورو څخه ده. نوموړې هم د ډیپیکا په څیر له ۱۲ تر ۱۴ کروړه هندۍ روپۍ په یوه فلم اخلي.

پرینکا چوپړا، کرینه کپور، انوشکا شرما، عالیه بټ او کټرینه کیف بیا له دوې وروسته دي او معمولا په فلم لږې پیسې اخلي.