د هندي سینما وتلې اداکاره ډیپیکاپاډوکون چې تازه يې په هالیووډ کې په تریپل ایکس: ریټرن اف ایکسنډر د کیج کې کار کړی، وايي، چې د هالیووډ لپاره بالیووډ نه پریږدي.
ډیپیکا وايي، چې په هالیووډ کې ددې لوبیدل د استعداد برکت و او هغه ورته یوې نوې تجربه وه.
دې زیاتوي: ((زه خپل بیخ او خپل کور پيژنم او هغه هیڅکله هم نه پریږدم.))
ډیپیکا چې د انډیا بزینس ایوارډ اخیستلو پرمهال يې په ډهلي کې خبرې کول وویل، چې د سینما کارکوونکې دې سره یوځای شي او داسې کیسې دې ولیکي، چې د خلکو ژوند لمس کړي.
له ډیپیکا څخه دا پوښتنه هم وشوه، چې څوک يې ډیر خوښیږي: شارخ خان که د هالیووډ وین ډیزل؟!
نوموړې يې په ځواب کې وویل: دواړه!
هغه وايي، چې شارخ خان ورته په بالیووډ کې د کار زمینه برابره کړه او وین ډیزل ورته په هالیووډ کې.
ډیپیکا پاډوکون به ډیر ژر د رنویر سنګ او شاهد کپور سره په پاډماوټي فلم کې راڅرګنده شي.