پنجشنبه , 25 اپریل 2024

ډېره پوهه ډېرې بلاوې زېږوي:

لیکنه محمدخان ذهین

ولې ځینې اشخاص خلک مثبت فکرئ ته هڅوي؟ خپله ناسم دي که د ناسمو مخه نیسي؟

د مطالعې، زده کړې او د قلم خاوندان او په دې سوارلۍ سپاره اشخاص له دوه لوري راګیر وي، هغه وایي کنه چې: ( په یو سړي دوه شي رڼا ورځ پرې توره شپه شي) نو دلته هم د پړانګ او کړانګ خبره ده، که څه وایې خلک دې منفي فکره او نیوکګر بولي او که د خاموشۍ کوډله کې ننوځې، بس ضمیر دې د لعنت طوق درپه غاړه کوي،بیا نو مجبور یې چې د خجالتۍ پر دېوال کېنې. اووس وخت کې د مثبت فکرئ وېناوې د هر چا له خولې زمزمه کیږي، چې ډېری وخت دغه ترنم کوونکي بیا سور او لی ته هم په مورچل کې ناست وي. خو زه وایم چې زده کړې باندې نور خلک په سم ډول پوهول په اصل کې د مسوولیت او مکلفیت ادا کول دي؛ ځکه: یو ړوند چې د پُل پر ځای په سیند او د سمې پر ځای په ناسمې لارې هدف لټوي، باید لارښوونه ور وشي، ممکن ددې ړوند په کګلېچونو تګ لیدونکي پړ وي او شاید دغه ړوند د رب په مرسته خپل غچ له لیدونکو واخلي. ځکه: ړندو ته د خپل او پردي کور هوا نه مالومیږي، هغه ته د خپل او د بل فصل توپیر ستونزمن بریخي. فکر وکړئ ! د ډېر عمر لرونکی ړوند به رهبرئ کې د یو کوچني ماشوم اوږې ته اړ وي؛ دا چې تاند او روښان فکره ځوانان په خپلو پوهو نابینا هېوادوالو ته اوږه ورکوي، زه یې ستایم. پاتې هاغه ښاغلي چې نه غواړي خپل د ژوند نیمګړتیاو ته ځیر شي، په اصل کې همدوی زموږ د ننني پیر په حالت پړ دي؛ځکه: زموږ ډېری وګړي په جېب کې د پوچ چارمغز په شتون غولېدلي. دا چې څوک ناسمو خلکو ته سمې جملې جوړوي او ددې ناسمو خبرو ترجماني کوي، په اصل کې دوی زموږ د ننني ژوند په ګړاونو اختر کوي. هو!!!

کله کله د حفیظ غونډاری هم ځای نیسي، خو دا بیا د هغه ټولې کړنې نشي تاییدولی. زه وایم! خلکو ته د مثبت فکرئ د توصیې پر ځای باید په ځانونو کې د منفي کړنو ځایونه پرېنږدو، ځانونه سم لوري ته وهڅوو، ترڅو دا تشه ډکه او منفي فکره خلک هم مثبت لوري ته وهڅېږي.