پنجشنبه , 28 مارچ 2024

ژبه ګنې په يوازې ځان د پوهاوي دنده ترسرولاى شي؟

د ژبې په اړه زموږ دوديز تصور دا دى، چې ژبه د مفاهيمو د لېږد بشپړ نظام دى او په دې لړ کې پر ځان بسيا ده. مثلا: د جملې په تعريف کې وايو، چې د کلمو، غونډونو او نورو داسې يوه مجموعه ده، چې بشپړه مانا ولري؛ خو لاندې جملې ګنې بشپٖړې ماناوې لري؟

ورور مې دې وليد.

د تره کره به يې راولم.

يوه بله هم ووهه!

درېواړه بېلګې د جوړښت له پلوه بشپړې جملې دي؛ خو د مانا له پلوه نيمګړې دي. د جملې د مانا د بشپړتيا په اړه زموږ تصور له غونډ سره د جملې له پرتلې پيدا شوى. د غونډ پر وړاندې جمله د جوړښت او مانا له پلوه بشپړه وي؛ خو جمله زموږ د نحوې د وينا پرخلاف د مانا له پلوه پر ځان بسيا نه وي، بلکې له ژبې بهر چېنلونو ته هم اړتيا لري.

د لومړۍ جملې دوه ماناوې دي:

يوه: ما ستا ورور وليد.

دوه: تا زما ورور وليد.

په لومړۍ مانا کې يې (مې) فاعل او (دې) کمزورى ملکي ضمير دى او دويمه کې برعکس.

دويمه جمله هم دوه ماناوې لرلاى شي:

د ده تره کره به دى بوځم.

زما تره کره به دى بوځم.

په لومړۍ مانا کې (يې) کمزورى ملکي ضمير دى او په دويمه کې کمزورى شخصي ضمير چې د مفعول لپاره کارېدلى دى.

په دې دواړو بېلګو کې د دوو ماناوو انتخاب خو شته؛ خو موږ نه پوهېږو، چې د ويناوال مراد کومه مانا ده.

په درېيمه جمله(يوه بله هم ووهه!) کې د مانا ګڼ امکانات وينو. د ويناوال مراد شپږيزه ده، که ونه او که بل کوم څه؟

دا راته وايي، چې ژبه په پوهاوي راپوهاوي کې له ځينو نورو چېنلونو استفاده کوي او يوازې دا پاسنۍ درې جملې نه، بلکې بالعموم په رنګارنګو ماناوو کې د يوې د غوراوي لپاره بهرنيو چېنلونو ته اړ يو.

د ژبې موخه د مانا لېږد دى، چې د دې موخې د ترسراينې لپاره د جوړښتونو له لوښي استفاده کوي، ځکه نو د مانا غوټه يوازې په جمله پوهه(نحوه) نه خلاصېږي، بلکې دوه فرسنګه مزل نور هم پکار دى، چې د ماناپوهنې او پراګماتيکس له پړاوه تېر شو او د مانا منزل ته ورسو.

مانا پوهنه د مانا لرونکو واحدونو د ماناوو مطالعه ده(varga, 2010, 68). دا واحدونه د ماناپوهنې لپاره يوازې ژبني دي. ماناپوهنه مانا په

مانيزو ترکيبونو کې دننه مطالعه کوي او له ژبې بهر چاپېريال سره چندان دلچسپي نه لري؛ خو پراګماتيکس (الف) د موقعيت قرينه او مخ انګېرنه(۱)، (ب) د ژبې نقشونه او د خبرو چاره(۲)، (ج) مکالمه(۳) هم د جملې پر مانا په پوهېدو کې مهم بولي(varga, 2010, 77). ښاغلي سميرا امامي(۱۳۹۷) پرې اشاره او ادب هم ورزيات کړي.

راځئ چې اوس له دې اصولو نه د پاسنيو بېلګو په شنلو کې استفاده وکړو.

۱- مخ انګېرنه: څوک چې خبرې کوي، مخکې له مخکې يې ځينې خبرې حل شوې انګېرلې يا منلي وي، چې پر هغو په مکالمه کې خبرې نه کېږي. مثلا: په ويناوال يا مخاطب کې يو کس تره او ورور لري او چې کوم تره يا ورور ښيي، دا يې هم منلې وي. بالعموم له وراشې(ډيالوګ) نه پوهېږو، چې کوم شيان ويناوال او مخاطب مخکې له مخکې فرض کړي. مخ انګېرنه له ژبې بهر د مانا په لېږد کې اسانى راولي.

۲- مکالمه: خو په لومړۍ بېلګه کې ورور او په دويمه بېلګه کې تره د چا دى؟ دا پوښتنه د ويناوال او اورېدونکي له زاويې نه هوارولاى شو. د ويناوال او اورېدونکي له ګډون نه مکالمه پيدا شوې. په مکالمه کې مخاطب پوهېږي، چې زما ورور يا تره ښيي که خپل.

۳- نقش: ياکوبسن د ژبې شپږ نقشه په ګوته کړي، چې عاطفي، هڅاند(ترغيبي)، ارجاعي، برژبنى، ارتباطي او ادبي نقش پکې راځي (صفوي، ۱۳۸۳،۳۰). په پاسنيو جملو کې ژبه ارجاعي نقش لوبوي. يعنې يوه بهرني واقعيت ته اشاره کوي. د ژبې نقش راته وايي، چې له يوې خبرې کومه مانا واخلو. يوه ادبي شوخي يې وګڼو، که ادعا، که احساساتي خبره او که د هڅونې يا ارتباط مانا ترې واخلو.

۴- د خبرو چاره: آستين(John Austin) او جان سرل پرې لومړى ځل خبرې وکړې(varga, 2010, 79). د وراشې هره ټوټه د اطلاعاتو پر لېږد سربېره د خپلې ترسره کړې دندې له مخې هم ارزولاى شو. په اصل کې وراشه د ارتباطي عمل يوه بڼه ده( البرزي، ۱۳۸۶، ۴۷-۵۰). په دې نقش کې وينو، چې ويناوال خبر ورکوي، شکايت کوي، مننه کوي، تشريحات ورکوي، امر کوي، وړاندوينه کوي، ګواښ کوي، وړانديز کوي، هرکلى وايي، ځان تحميلوي او که داسې بل کوم کار ترسروي. په دې عمل کې ويناوال له غړيزې ژبې(۴) هم ګټه اخلي. مثلا: د وروځو راښکل يا د مخ سور اوښتل يا د لاس او پښو خوځول. که متوجه شو، په لومړيو دوو بېلګو کې د خبرولو او په وروستۍ هغې کې د آمر عمل وينو.

۵- ادب: په ټوله کې ادب په سنجولي چلن، عاجزۍ کولو او مودب اوسېدو پورې تړلى.(يول، ۱۳۸۷، ۱۶۵). ويناوال په خبرو کې د مخاطب له مقام، حيثيت، سن، جنس، زده کړو او نورو نه په استفاده د خپلې غږېدا په ټون، کلمو او … کې انتخاب کوي. دا له ژبې نه بهر زموږ خبرو ته لورى ورکوي او که په دې سره پوه نشو، ښايي خبرې مو ورانپوهاوى رامنځته کړي. په دې توګه پر يوه مکالمه د پوهېدو لپاره دا اړين دي. په پاسنيو لومړيو دوو کې داسې انګېرو، چې ويناوال او مخاطب د يوه سن خلک دي او سره ملګري دي؛ خو په وروستۍ هغې کې ويناوال چې امر کوي، تر مخاطب مشر يا حاکم بولو.

۶- د موقعيت قرينه: له ژبې بهر د وراشې ځاى(مکان) ويناوال ته لار ښيي، چې څه ډول خبرې وکړي او کوم توکي حذف کړي. په تاريخي متونو کې چې موږ د ځينو وراشو پر موقعيت نه پوهېږو، په مانا کې يې تېروځو. په نصوصو کې ورته د شان نزول اصطلاح کاريږي، چې کوم نص د څه په اړه او په کوم محل کې نازل شوى يا پېغمر (ص) فرمايلى دى. که د کومو نصوصو د موقعيت قرينه معلومه نه وي، مخاطبان ترې مختلفې ماناوې اخلي، چې کله دا ماناوي زيانمنوونکې وي. په پاسنيو درو جملو کې که د درېيمې د موقعيت قرينه رامعلومه نه وي، پر مانا يې نه پوهېږو. که د کريکټ په لوبغالي کې ويل شوې وي؛ ويناوال شپږيزه ښيي. که په باغ يا ځنګل کې وي، ښايي د ويناوال موخه ونه وي او که په چايخانه کې وي؛ د چاى پياله.

پايله: زموږ ټوله ژبپوهنيزه پوهه له فونولوژۍ پيلېږي او پر نحوه ختمېږي. ښه دا ده، چې د دې ترڅنګ د مانا د لېږد پر نورو مرستندويانو هم پوه شو.

 

لمنليکونه:

1- Context and presuppositions

2- Language functions and speech acts

3- Conversation

4- Body language

ماخذونه

1- البرزي، پرويز. ۱۳۸۶. مباني زبان شناسي متن، تهران: امير کبير

2- امامي، سميرا. ۱۳۹۶. زبان شناسى کابردى. رساله دکتورا. کابل: ديپارتمنت درى پوهنتون کابل

3- صفوي، کورش. ۱۳۸۳. از زبان شناسي به ادبيات. جلد اول: نظم. تهران: سوره مهر

4- يول، جورج. ۱۳۸۷. بررسي زبان، ترجمه على بهرامي، چاپ دوم، تهران: رهنما

5- Verga, Laszlo. 2010. Introduction to English Linguistics, A companion to the seminar. Budapest, Eotvos Lorand University

لیکوال : اجمل ښکلی