ژوند دا را زده کړل

ژباړن: حسیب نورمل

ژوند را زده کړل؛ چې بریا د هغو خلکو په برخه ده چې استقامت لري.

ژوند را زده کړل؛ چې په لږ زړورتیا سره ډېره فاصله طی کولی شوو.

ژوند را زده کړل؛ که ټینګ عزم ولرو نو نړۍ ته بدلون ورکولی شوو.

ژوند را زده کړل؛ چې هېڅ کار پرته له شور او شوقه په بریا پای ته نه رسیږي.

ژوند را زده کړل؛ چې د بریا ستر راز ټینګ عزم او همت دی.

ژوند را زده کړل؛ چې بریا لپاره باید غوښتنه وکړو، د غوښتنې لپاره باید انتخاب ولرو، د انتخاب لپاره باید هڅه وکړو او د هڅې لپاره باید پوره لېوالتیا ولرو.

ژوند را زده کړل؛ چې د عاقل او جاهل ترمنځ توپیر په یوه شي کې دی هغه دا چې عاقل فکر کوي او جاهل فکر نه کوي.

ژوند را زده کړل؛ چې هر څوک عقل ته اړتیا لري خو عقل بیا ادب ته اړتیا لري.

ژوند را زده کړل؛ چې غوسه د ټولو بدبختیو سرچینه ده.

ژوند را زده کړل؛ چې د غوسې پایله خجالت دی.

ژوند را زده کړل؛ چې د ماتې یو لامل هم فرصتونو ته ارزښت نه ورکول دي.

ژوند را زده کړل؛ چې ډېر خلک ښه استعدادونه لري خو پر نفس باور نه لري.

ژوند را زده کړل؛ چې په ژوند کې د پرمختګ او بریا لپاره باید دا دوې کلمې لرې کړو( نه غواړم او نشم کولی).

ژوند را زده کړل؛ چې له ستونزو او خپګان د خلاصون یوه لار هم تل موسکا کول دي.

ژوند را زده کړل؛ چې په دې دوو کې انتخاب تل زموږ په لاس کې دی (هلاکت که سعادت).

ژوند را زده کړل؛ چې د هر کار په پیل کې چې څه زده کوو تر هغه څه ډېر مهم دي چې د کار پای کې یې تر لاسه کوو.

ژوند را زده کړل؛ چې کفن جیبونه نه لري او په هغه دنیا کې د ملکیت سند هېڅ اعتبار نه لري.

ژوند را زده کړل؛ چې ټول غواړي نړۍ ته بدلون وکړي خو هېڅوک نشته چې ځان کې بدلون راولي.

ژوند را زده کړل؛ چې تر ټولو غوره کس هغه دی چې د نورو تېروتنې هېروي او خپلې تېروتنې یادوي.

ژوند را زده کړل؛ کله چې ورو حرکت کوو ژر پرمختګ کوو.

ژوند را زده کړل؛ چې پر نفس د باور زیاتېدو لپاره موسکا تر ټولو ښه لار ده.

ژوند را زده کړل؛ څومره چې وخت محدود وي هومره باید انتخاب هم محدود وي.

ژوند را زده کړل؛ چې د ستونزو او بدمرغیو لامل ناپوهي نه بلکې بې غوري او ټنبلي ده.

ژوند را زده کړل؛ چې خپل کار په صادقانه ډول سرته رسول عبادت دی.

ژوند را زده کړل؛ چې ژوند ځواني او پیري نه ده، ژوند ښه عمر او بد عمر دی.

ژوند را زده کړل؛ باید ښه اورېدونکي واوسو، ځینې خلک نه غواړي چې ستونزې یې حل شي بلکې غواړي چې خبرې یې واورېدل شي.

ژوند را زده کړل؛ باید د نورو په حق احسان وکړو خو هېڅکله له نورو د احسان تمه ونه لرو.

ژوند را زده کړل؛ چې په یوه ګوته کوچنۍ شګه هم نه پورته کیږي.

ژوند را زده کړل؛ چې له غوسې او قهر ډکه ناره د مرستې غږ دی.