پنجشنبه , 28 مارچ 2024

ښه بوې د ښځې او خاوند اړیکې ښې ساتې

یوه تازه ترسره شوې څیړنې  موندلې چې د ښځې او خاوند د بسترې د ښه ژوند لپاره ښه بوې مهم رول لري.

د څیړونکو په باور بدبوي د ښځې او خاوند ژوند تریخوي.

دا څیړنه لیکي، چې کوروالي کې ښایست دومره رول نه لري، لکه څومره چې ښه بوي رول لوبوي.

دا څیړنه له ۱۲ هیوادونو څخه په ۵۰۷۱ کسانو ترسره شوې او له ټولو همدا پوښتنه شوې، چې ښه بوې په کوروالي کې څومره مهم دی.

۶۳ سلنه میړونه ویلي، چې دوې غواړي له میرمنې يې ښه بوی حس کړي. ۷۸ سلنه میرمنو بیا ویلي، چې د بدبویه خاوند سره د یوځای خوب پر ځای تنها خوب ته خوشاله دي.

څیړنې دا هم ویلي، چې ځينې اړیکي له دې امله هم زیانمنې شوي او ان ختمې شوي، چې میړه يې بدبویه و.

د څیړونکو یو مشر ويلي، چې بوی په کوروالي مستقیم اغیز لري. هغه وايي، ښه بوي احساسات پاروي او خوشالوونکي کوروالي ته لاره جوړوي. بدبوي بالعکس هر څه خرابولای شي.

څیړونکي وايي، چې که قواره جوړل او ښایست موندل زموږ په وس کې نه ده بلکې خدای ورکړه ده؛ اما ښه بوې او یا بد بوې زموږ د وس کار دی. ددوې سپارښتنه داده، چې میړونه/ښځې دې کوښښ وکړي، چې ترڅو ښه عطر او سپرۍ استعمال کړي، څو ښه بوې ولري.

که موږ په خپله ټولنه کې سترګې خلاصې کړو، نو موږ به ددې څیړنې سره یو ټکې دا هم اضافه کړو، چې میړونه دې د خپلې میرمن په خاطر هم له سګریټ او نصوارو تیر شي؛ کنه نو لږ تر لږه د خپلې خولې خیال دې وساتي.

اکثره میرمنې خپلو میرمنو ته د احترام په خاطر غږ نه کوي، خو غوره ده، چې ښځه او میړه خپلې سیلقې ته همیشه پام وکړي.