پنجشنبه , 25 اپریل 2024

ښه خوي او ښه عادت به مو ټولنیز کړي !!

 

که غواړئ په یوه ټولنه کې ځلانده ستوری شئ نو دالس خویونه مو په ځان کې پیدا کړئ.

هغه کسان چې د ښه خوی خاوند او په خپل ژوند کې ارامه وي خلک ورسره مینه او محبت کوي، او په یوه ټولنه کې ورته په درنه سترګه ګوري.

څوک چې ښه خوي لري، د پوره او کامل انسان په توګه په ټولنه کې مطرح او پیژندل وي، قدر عزت او درناوی یې کېږي او هر سړی ورسره خپلوي او ملګرتیا تار ساتي،که غواړی په خپلو خپلوانو کي د مینې او محبت مقام ولرئ. نو لس خویونه او عادتونه په ځان کې پیدا کړئ.

دا لس خویونه به تاسې ته د ډیرو ښو ملګرو او دوستانو د دوستۍ ویاړ درپه برخه کړي، دا لس خویونه به تاسې پرخپلو ملګرو خپلوانو ډیرګران کړي او دا لس خویونه به تاسې ته په خپلو خپلو خپلوانو کې د امتیاز او عزت او سر لوړۍ شمله در په سر کړي.

لومړی: د لږو او با مغهومه خبرو کولو خوی او عادت مو پیدا کړئ!

له ډیرو خبرو ځان ساتنه وکړئ، له اړتیا پرته زیاتې خبرې مه کوئ؛ ستاسې خاموشي ستاسې د شخصیت جوهر او پلوي کوي.

د اړتیا پرمهال دومره خبرې وکړئ، چې د خپلو ملګرو او خپلوانو د اوږې بار مو نه شئ. په خپلو خبرو اترو کې مو د الفظي او معنوي ښکلا خیال و ساتئ. یو ځل مو خبرې په ذهن کې یاد او کره کړئ. بیایې وړاندې کړئ، ستاسې خبرې د ذهن ذخیره او زېرمه ده، له اړتیا پرته مو خبرې خپله انرژي مه مصرفه وی، نو ستاسې همدا چوپتیا او لږې خبرې کول به د خپلو خپلوانو د زړونو دوازې پرانیزي او دوستان به مو د زړه په تاج محل کې د منلو مېلمنو په توګه وپالئ. لږې خبرې په معیار برابرې وي او لږې خبرې په منطق برابرې وي، ډېرې خبرې ډېرې غلطې خطاوې لري، نو لږې خبرې وکړئ او ډېرې واورئ. دا هنر مو به مو په خپل شخصیت کې د یو خوی او عادت په توګه وپالئ او بیا وروسته وګورئ چې ستاسې ته دغه ونه څومره د بري او سرلوړئ څومره خوږه میوه او ثمره شیي.

دویم: له خپلو ملګرو او خپلوانو سره ښه پالنه وکړئ!

خپل ملګري او خپلوان مو په ریښتنولی او صادقانه ډول وپالئ خپلې خوښۍ مو له خپلو خپلوانو سره شریکې کړی.

دا خوی په خپل ځان کې ژوندی کړئ، چې څنګه کولائ شئ د دوستانو په زړونوحکومت وکړئ، داسې ملګري او دوستان وټاکئ چې پوه ځیرک وي، تجربه کار وي، د عمل خلک وي، اخلاص ولري، مینه ناک وي د ملګرتیا او د دوستی اهمیت ته قایل وي.

داسې خلک و ازمایئ او له ازموینو وروسته ورسره د خپلوی لاره خپله کړئ، بیا ورسره د خپلوئ سفر پیل کړئ. د خپلوی پالنه یو هنر دی او دا هنر په تاسې ته د ښې ملګرتیا ویاړ درپه برخه کړي. همدا ستاسې یوه له مینې ډکه موسکا او ورین تندي خپلوان پاللي او تاسې ته یې د ملګرتیا ویاړ در بښلی شي.

دریم: د یو ملګري پټ راز وساتئ!

هر انسان پوره نه بلکې نیمګرتیا لري، لوی اونېک خلک د خلکو په نیمګرتیاوو او عیبونو سترګې پټوي، که کوم ملګری او یا کوم نیږدې خپلوانو مو درته د زاز کوم خبره وکړه، یا د هغه د کمیو کوم راز درته معلوم شو، نو هغه له خپل ځان سره پټ وساتئ او کور کلی ورباندې مه خبروئ، چې دا د لویو او سترو خلکو صفت دي. دا خوي په ځان کې د یو جوهر او روږدی وساتی او همدارنګه دا خوی مو په ځان کې د یو مهم څیز په توګه وپالئ، که تاسو همدا باور او اعتماد ترلاسه کړی، په ټولنه کې د یو عزتمن شخص په توګه څرګند شئ.بیا به خپل خپلوان او کلیوال پرتاسې باور کوي او د خپلو زړونو راز او نیاز او همدارنګه د رازونو کیسې به یوازې تاسې ته کوي، تاسې کولای شئ هغوي ته نیکې سمې بریالی مشورې ورکړئ او د پاڼ د ګړنګه او له خطاوو له مزله یې وژغورئ. تاسې کولای شئ د یو پاک مخلص ملګري په څیر د هغوي د فکري ناروغۍ او ناسمو خویونو او کرغېړنو کړنو درملنه وکړئ او د ارواپوه په څير یې روحي ستونزو ته درمل شئ.

د یو چا راز ساتل خپل ځان ته د پوره باور او اعتماد دنیا جوړول دي، د یو چا راز وساتئ چې راز مو وساتل شي.

څلورم: د مشرانو کشرانو درناوی وکړئ.

په فطري ډول هر انسان غواړي چې خلک یې درناوی وکړي او له مېړانې ډک ژوند ولري، هرکس غواړي چې په خلکو کې د عزت او حیثیت خاوند شي او خلک یې شخصیت ته درناوی ولري، خو پام! چې دا اخلاقي ارزښتونه دي او هیڅوک په دې مکلف نه دی، چې ستاسې درناوی وکړي.

درناوی په زور نه غوښتل کیږي، درناوی په مادي امکاناتو پورې هم نه دی تړلی؛ ځینې ځان په یوڅه قایل وي او نور په دې مکلف ګڼي چې نور یې درناوي وکړي دا ښه لاره نه بلکې خرابه لاره ده ځینې خلک د ځان په اړه داسې تعریف لرې (( زه یوڅوک یم )) چې دغه تعریف په پوره بڼه ماشومانه دی.راځئ ! زده کړو چې (( هر څوک، یو څوک دي)) که مو د نورو درناوی وکړ درناوی به مو وشي او که مو له خلکو درناوی وغوښت، نو د عزت او درنښت له پانګې به بې برخې شئ. وګورئ چې تاسې د نورو څومره درناوی کوئ او له نورو څومره درناوی غواړئ!!

پنځم: پر خپله وعده مو وفا وکړئ!

دا خوی او عادت د سترو او نیکو او ځيرکو خلکو له خویونو څخه دی، چې پر وعده کلک محکم ولاړ وی. پر خپلو وعده وفا ښه صفت ګڼل کیږي، همدا جوهر په ځان کې ژوندی کړئ او پر خپلو کړو وعدو وفا وکړئ. که تاسې د خپل ملګري سره په کړې ژمنه کې پاتې راغلی، په لوي لاس به د هغه په زړه کې د خپلې چیغې جوړه شوې ماڼۍ ړنګه کړئ او د هغه د زړه له باغه به د خپل شخصیت د محبت جنازې را باسئ.

په وعده ماتولو کې ډېری هغه کسان خپل شخصیت بایلي، چې تر منځ یې مالي مسایل مطرح وي، لکه چې یو څوک یو چا ته وایی:

سبا درته ستا امانت سپارم، راتلونکې اونۍ دې رانه پيسې وغواړه…..

دا هغه څه دي چې که وفا ورباندې ونه شي ښایي مقابل لوری د تل لپاره ستا خبره هیره او دهغه په زړه کې د مینې کرلی فصل د کرکې ګلان ونیسي.

شپږم: تل د ناروغ پوښتنه وکړئ

مونږ او تاسې په یوه ټولنه کې د انسانانو په توګه اخلاقي مسولیت لرو، چې د ناروغ انسان پوښتنه وکړو، هغوي چې ستاسو سره ناسته پاسته لري او دسره پیژني د ناروغۍ پر بستره هره شېبه ستاسې د ورتګ شېبې شماري ، پوښتنې ته یې ورشئ او په دې سره ځپل اسلامي او اخلاقي مسولیت تر سره کړئ. ناروغ او بندي هره شېبه د ناهیلۍ په سفر روان وي، خپل دوستان یې سترګو ته کیږي او تمه لري چې اوس به یې څوک پوښتنې ته ورشي، نو پوښتنې ته یې ورشئ، او ډاډ خبرې ورته وکړئ او د ښې روغتیا دوعاګانې ورباندې ولوروئ.

ناروغ ته ورشئ! د ناروغ پوښتنه وکړئ، دا زمونږ انساني اخلاقي او اسلامي ملکفیت دي.

اووم: له درواغو ځان وژغورئ اوتل ریښتیا ووایئ!

هر انسان له درواغو کرکه او نفرت لري او درواغجن کس ته په بده سترګه او نظر ګوري، نو بیا ولې انسان خپله درواغ ووایي او خپل اعتبار ته زیان ورسوي؟ تاسې چې څومره له درواغو کرکه لرئ. همدغه شان ستاسې له درواغو نور کرکه لري. کیداي شي یو چا ته درواغ ووایې او هغه ستا په درواغو پوه نشي. خو درواغ ویل ستاسې د شخصیت یوه برخه جوړیږي او بیا دا برخه له ځانه لرې کول ډیره ګرانه وي.

ځان په ریښتیا ویلو عادت کړئ، دا غوره انساني صفت هم دي او اخلاقي جوهر هم، د شخصیت پانګه هم ده اود اعتماد او باور شتمني. ریښتیا ویونکی د هر چا خوښیږي او ورسره مینه لري، ریښتیا ویونکی د ښه قضاوت خاوند وي او ښه پریکړه کونکی وي، ریښتیا ویونکی په یوه ټولنه کې په ریښتینولۍ او صداقت او ځلانده ستوري مشهور وي او خلک یې د همدې صفت له امله دروند شخص ګڼي او درناوي یې کوي.

کوښښ وکړئ! ځان ترې وساتي تر ځو سوکاله ودان پیاوړی او ځلانده ستوری په یوه ټولنه کې ښکاره او همدارنګه ثابت پاتې شئ.

اتم: مطالعه مو د ژوند ملګرې وګرځوئ!

مطالعه مو په خپل ځان کې د یو عادت په توګه وپنځوئ، له کتاب سره ستاسې ملګرتیا به تاسې ته ډېر څه در وبخښي، هر کله هڅه وکړئ د خپل وخت او وزګارې شېبې مو په مطالعه تېرې کړئ، که چېرې تاسې په کوم ځای کې د چا انتظار کوئ، ښه به وي چې د کتاب نړۍ ته مخه کړئ او خپله اروا د کتاب د معنویت په کنارو کې وګرځوئ. په مطالعه کولو ځان عادت کړئ! په شپه او ورځ کې هرو مرو څو ساعته مطالعه وکړئ او د خپلې ذهني نړۍ معلومات مو پیاوړي کړئ. مطالعه ستاسو په ټولنه کې ستاسو علمي لاسته راوړنې پیاوړې کوي او پر خلکو مو د یوهوښیار او باور وړ شخصیت په توګه مني. دا سفر پیلول اسانه دی، همدا نن یو کتاب پلورنځي ته ورشئ او کتاب واخلئ، یا همدا نن یو کتاب پلورنځي ته ورشئ او د خپلې مطالعې لپاره ترې کتاب په قرض واخلئ. له هر کتاب لوستنې وروسته خپل ځان و ازمویئ، خپله به پوه شئ چې ستاسو په شخصیت او پوهه کې څومره بدلون راغلی او ستاسو د معلوماتو نړۍ څومره پراخه شوې

نهم: خپل مثبت فکر په ځان کې عادت وګرځوئ!

د نړۍ بریالي کسان څنګه خپلو موخو ته ورسېدل ؟ او د دوی د بریالیتوب راز په څه کې و؟ دا هغه پوښتنې دي چې ددې ځواب به یوازې د دوی د مثبت فکرکولو او ددې فکر کولو عملي کیدل وی. نو له دې څخه معلومیږي چې د نړۍ ټول پرمختګونه یوازې او یوازې له مثبت فکره سرچینه اخلي او همدا فکر دی چې یو انسان څومره چې مثبت فکر کوي هاغومره ستر او بریالی شخص ترې جوړیږي. مثبت فکر کول په انسان کې معنویت را ژوندی کوي او انسان ته سترتوب بښي. موږ هرهغه څوک لوی کسان ګڼو، چې تل لوی مثبت فکرونه کوي. تاسوبه کله هم د وړو او منفي فکر انسانان لوی نه وي ګڼلي او د لوی فکر انسانان به مو د وړو اومنفي فکرو انسانانو په کتار که نه وي درولي.

نو انساني اخلاق، غوره صفات، ښه پرېکړه، د وجدان سپېڅلتیا او دې ته ورته ټول انساني جوهرونه یوازې او یوازې د مثبت فکر په فابریکه کې تولیدېږي. لکه څرنګه چې شیوکهرا په خپل « ته ګټونکی یې » نومي کتاب کې هم د مثبت فکر په اړه زیاتې خبرې کړې دي چې د متن په یو ځاي کې لیکي.

څه ډول کولی شوچې مثبت فکر جوړ او وساتو؟ د دې سوال د ځواب لپاره یې لاندې ځوابونه ورکړي دي.

*پرهغو اصولو ځان پوه کړئ چې د فکر مثبته بڼه جوړوي.

*دا باید و غواړئ چې مثبت فکر ولرئ.

*د تمرین لپاره د هغه اصول، مقرارت او د ژمنتیا حس وروزئ.

نو راځئ! خپل منفي فکرونه په مثبتو فکرونه بدل کړو، او تل د هغه چا ژوند مطالعه کړو چې دوي په نړۍ کې پیژندل شوي دي او همدارنګه د نړۍ مشهور نومیالي دي. بیا هم تکراروم چې راځئ! مثبت فکر وکړو او د خپلې کورنۍ او ټولنې د انساني ژوندانه د هوساینې لپاره فکر له نسخې درمل جوړ کړو. نو ستاسو مثبت فکر ستاسې د شخصیت مثبت انځور دي.

لسم: ښه خوی ولرئ!

په ځان کې دا خوی پیدا کړی او همدارنګه دا خوی مو وپالئ، او اصلاح له ځانه پیل کړئ. تاسې که په ځان کې کومه نیمګړتیا ګورئ، فکر مه کوئ چې ستاسې شخصیت ته به یې زیان نه وي رسولی. فکر مه کوی چې خلک به تاسې د نیمګړتیاوو سره سره ومني او شخصیت ته به مو درناوی ولري. ښایی ډیر ستاسې به خطاوو او نیمګړتیاوو سترګې پټې کړئ، خو دا ددې مانا نه لري چې تاسې سپیڅلي یاست او د شخصیت مرغلرې ته مو تاوان نه دی رسېدلی. هڅه وکړئ، بیا د نورو د اصلاح په فکر کې شئ، ستاسې دا فصل به ډېره ثمره ولري او ستاسې دا ونه به ډېره میوه ونیسي.

مدام د ځان د اصلاح په فکر کې شئ او هڅه وکړی هغه عادت او کړنه چې ستاسې شخصیت ته زیان رسوي له ځانه لرې کړئ. دا خوی په ځان کې وپالئ او ددې خوی د لارې لارویان شئ.

ژباړه او راټولونه: حامد حقمل