پنجشنبه , 25 اپریل 2024

“ښه ده، چې مور مې ټویټر، فیسبوک، او … نه کاروي”

د بالیووډ وتلې ادکاره زرین خان وايي، چې په ټولنیزو رسنیو کې په دې پسې دومره بدې او سپکې لیکنې کیږي، چې نه یواځې دا، بلکې د ددې فامیل او ملګري هم ښه خپه کوي.

زرین خان په خپله وروستۍ مرکه کې ویلي:

“توهینوونکي په دې نه پوهیږي، چې ددوې سپکې لیکنې نه یواځې موږ، بلکې زموږ کورنۍ او دوستان هم خپه کوي. شکر، چې مور مې ټولنیزې رسنۍ نه کاروي، کنه په داسې لیکنو به هغه حتمن خپه شوې وه.”

زرین خان وايي، چې دا ډول خلک د خپل ځان او ټولنې دښمنان دي. نوموړې وايي، چې که ددې په توهینوونکو کې دومره جرائت وي، مخامخ دې راشي او له دې سره دې وغږیږي.

خان ګواښ وکړ، چې یوه ورځ به د ټولنیزو رسنیو له لارې دا سپکوونکي خلک پیدا کړي او حساب کتاب به ورسره وکړي.

زرین خان د هندي سینما یواځینې ستورې ده، چې له سني لیون وروسته يې په زیاتو عشقي او هاټ فلمونو کې کار کړی.

ژباړه :شریف شاهین