ښه دولتداري!

لیکنه: ډاکټر صلاح الدین سعیدي

ښه دولتداري مختلف اړخونه او جوانب لري.

زمونږ تعهد د ملت او د ملت او وطن د ګټو دفاع او ساتنه ده. دغه برخه کې حق ویل، حق لیکل، د نقد سره سره د حل لاره وړاندې کول، ښه تشویقول او بدو ته بدویل بعضو ته د ( هم به ميخ ميزند و هم به نال ) حالت ښکاري. نه داسې نه ده.

مونږ د تعصب د هر ‌‌‌‌‌‌ډول مخالف یو. اما دا ددې مانا نه ده چې خپلې ژبې، خپل وطن او خپل ملت ته د خدمت په لار کې متعصب وبلل شو.

د ښې دولتدارۍ بیلګو ته باید ښه وویل شي او تشویق شي.

د کار اجراء چې د قانون له مخې نباید اجراء شي او د کار نه اجراء چې د قانون له مخې باید اجراء شي،  د دواړه حالتو متخلف د عدلي او قضایی پيګرد موجب دی.

د افغانستان مرکزي بانک، خصوصي بانکو ته د کار جواز ورکوي او ملت ته تضمین کوي چې د بانک د خسارې او بانک رفسي او دیوالي کیدو په صورت کې به د بانک حساب لرونکو ته د معینې فیصدی تاوان ورکوي. مرکزیي بانک مکلف دی چې  خصوصي بانک تل د نظارت لاندې ولري او د تخلفاتو په صورت کې د خصوصي بانک چارې په خپل لاس کې ونیسي. داچې د کابل بانک ادارې د بانک په غلا او اختلاس مصروف وه او د افغانستان بانک پوره یوکال مخکې ددې اختلاس نه خبر وه او اقدام یې ونکړ او کابل بانک یې تر مستقیم نظارت لاندې او ادارې لاندې را نه وست د مرکزي بانک متخلفین مسوول او متخلف دي. دا عدم اجراات د تخلف حالت او د عدلي پيګرد حالت دی.  بله توجیه او مبرر نه لري.

د ننګرهار ولایت کې د ولايت اته لوړ  پوړي  امنیتي چار واکي  د بې کفایتۍ په وجه عدالت ته معرفي کیدل د هغه ښه او مطلوب حالت نښې نښانې دي چې باید په ټول افغانستان کې پراخې او له دې تجربو نه ګټه واخیستل  شي.

مونږ ددې اقدام ستاینه کوو او دا د ښې دولتدارۍ ښکاره علامه بولو. مننه