سه شنبه , 23 اپریل 2024

ښکنځل کول حرام دي

لیکنه: ثناء الله مهربان

اسلام د انسانیت د هر اړخیزو ارزښتونو د خوندي کوونکي فطري دین په توګه پر انسانانو الهي لورېینه ده چې د انسانانو ټولنیز، اقتصادي او سیاسي ژوند له پار د بریا لارې او لارښونې وړاندې کړي چې عملي کوونکې ته یي په دنیا او اخرت کې عزت او اجرونه شته دی.

په اسلام کې په ټولنیز ژوند او خلکو سره د اړیکو په ټینګولو او راشه درشه باندې ټینګار شوې دی او نورو ته له ضرر رسولو څخه منع راغلې

الله تعالی په سورت الاحزاب ۵۸ ایت کې فرمایل دي

ژباړه: هغه خلک چې مسلمانانو سړو او ښځو ته بې ګناه ناحقه تکلیف رسوي هغو په خپلو ځانونو باندې د بهتان او د ښکاره ګناه بار اچوي .

همدارنګه حضرت عبدالله بن مسعود رضي الله عنه بیان کوي چې رسول اکرام صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې مسلمان ته ښکنځل کول فسق او هغه ناحقه قتلول کفر دی.

بل ځای کې حضرت ابوذر رضي الله عنه روایت کوي چې ما د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه دا خبره واورېدله چې څوک دی بل چاته کافر او فاسق نه وایي ځکه که چېرې هغه فاسق او کافر نه وي نو هغه فسق او کفر ویونکي باندې دلالت کوي.

د انس رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول اکرام صلی الله علیه وسلم پا که ژبه د ښکنځلو ، لعنت ویلو سره نابلده وه کله به چې هغه صلی الله علیه وسلم زموږ په کوم کار غصه شو نو یوازې د غصې د اظهار په وخت کې به دومره وفرمایل ((په تا څه شوی تندې دی په خاورو ککړشه)) چې عربان دغه لفظ په خپله حقیقي مانا(د محتاج او غریب کیدو بده دعا ) له پاره نه استعمالوي یوازې د خبرو په دوران کې یي په غیر ارادي ډول استعمالوي.

همدارنګه یو ورځ دوه قدرمن صحابه ابوذرغفاري او بلال رضي الله عنهما سره په څه خبره وران شول ، ابوذر رضي الله عنه ورته د تورې زوی ووایه ، بلال رضي الله عنه نبي کریم صلی الله علیه وسلم ته ګیله وکړه ، چې ابوذر زما مور یاده کړه ، رسول اکرام صلی الله علیه وسلم ابوذر رضي الله عنه راوغوښت او ویې پوښت ،چې بلال ته دې ښکنځل کړې ده ؟

ابوذر رضي الله عنه په هو! سره ځواب ورکړ نو رسول اکرام صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل چې په تا کې جهالت دی ! دې خبرې په اورېدو سره ابوذر رضي الله عنه ژیړ واوښت او عرض یې وکړ چې په دې زړښت کې هم په ما کې جاهلیت شته ؟ رسول اکرام صلی الله علیه وسلم ورته وویل چې هو! په زړښت کې هم درکې جهالت شته .