کابل ځوانانو د کندهار نایټس لوبډلې ته په ۴ ویکټو ماتې ورکړه

د افغانستان غوره لیګ کرکټ سیالیو کې د کابل ځوانانو لوبډلې د کندهار نایټس لوبډلې ته په څلور ویکټو ماتې ورکړه او د دې سیالیو نیمه پای لوبې ته یې لار وموندله.

کندهار نایټس لوبډلې لومړی توپ وهنه وکړه او په ټاکلو شلو اورونو کې یې د اصغر افغان په ښې توپ وهنې سره کابل ځوانانو لوبډلې ته د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره د ۱۵۳ منډو هدف ورکړ.

د کندهار لپاره توپ وهنه کې اصغر افغان د ۶۰ او ناصر جمال د ۲۸ منډو په جوړولو سره ښه وځلیدل.

کابل ځوانانو ته فرید احمد دوه ویکټې واخیستې.

کابل لوبډلې یاد هدف په وروستیو کې د راشد خان په ښې توپ وهنې سره د ۶ لوبغاړو په زیان د شلم اور په لومړي بال پوره کړ او لوبه یې د څلور ویکټو په شتون کې وګټله.

توپ وهنه کې لاري ایوانس ۳۲، لوکي رانکي ۳۱ او راشد خان وروستیو کې په ۸ بالونو د درې پرله پسې شپږیزو او دوه څلوریزو په مرسته ۲۷ ناسوځېدلې منډې وکړې او د لوبې غوره لوبغاړی هم وټاکل شو.

په دې سیالیو کې بلخ لیجنډز، پکتیا پنترس او کابل ځوانانو نیمه پای لوبې ته لار موندلې ده او څلورمه لوبډله یا ننګرهار پړانګان او کندهار نایټس لوبډله نیمه پای لوبې ته ورځي.

د دې سیالیو په دوام نن مازیګر څلور نیمې بجې ننګرهار پړانګان د بلخ لیجنډ سره او ماخستن اته نیمې بجې به کندهار نایټس د پکتیا پنترس سره د سیالۍ ډګر ته ووځي.

نصرت الله عمرزی