پنجشنبه , 25 اپریل 2024

کابل ځوانان نن سه شنبه د شپې ۸ نیمې بجې د کندهار نایټس لوبډلې سره لوبه پیلوي

د افغانستان غوره لیګ شل اوریزو کرکټ سیالیو کې ټاکل شوې نن د کابل ځوانانو لوبډله د دې سیالیو په ۱۶مه لوبه کې له کندهار نایټس لوبډلې سره د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.

په دې لیګ کې ۵ لوبډلې یو د بل پر وړاندې لوبیږي او د اتلولۍ ګټلو کوشش کوي.

بلخ لیجنډز لوبډلې تر دې دمه په یادو سیالیو کې له ۶ لوبو د ۵ په ګټلو سره د جدول په لومړي مقام کې ځای لري.

دویم مقام کې یې پکتیا پنتر لوبډله ده، چې ۶ لوبې یې کړي او ۴ یې ګټلي دي.

کابل ځوانان بیا له ۶ لوبو څخه د درې په ګټلو سره د جدول په دریم مقام کې ده.

ننګرهار پړانګانو ۷ لوبې کړي، یواځې دوه یې ګټلي او په ۴ نمرو لرلو سره څلورم مقام له ځان سره لري.

کندهار نایټس لوبډلې له ۵ څخه یوه لوبه ګټلې او په دوه نمرو لرلو سره د جدول په وروستي یا ۵م مقام کې ده.

د ننګرهار پړانګانو لوبډلې یواځې یوه لوبه پاتې ده که یې وګټله نیمه پای لوبې ته یې په هغه صورت کې د تګ چانس شته، چې کندهار لوبډله له خپلو پاتې دریو لوبو څخه دوه وبایلي.

نصرت الله عمرزی