سه شنبه , 16 اپریل 2024

کابل ښار او د هوا ککړتیا

ليکنه: فیـــض الله محمدی

ټول هغه کیمیاوی او بیولوژیکی مواد چې د انسانانو، حیواناتو په روغتیا او د ژوند په چاپېریال ناوړه اغېزې ولری د هوا ککړتیا بلل کېږی، چې دا ډول ناوړه اغېزې له ځان سره ځینې ناوړه پایلې هم لري لکه د اوزون پوړ تخریب، د نړیوال اقلیم بدلون، د اسیدی بارانونه اورښت او ډول ډول نارغۍ. د عامې روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې په کابل ښار کې هر کال کابو ۳۰۰۰ وګړي د ککړې هوا له امله خپل ژوند له لاسه ورکوی چې د دې ښار د وګړو لپاره د پټ دښمن بڼه لری، دغه راز د نړیوال روغتیایی سازمان د راپور په اساس په نړۍ کې هر کال ۷ میلیونه وګړي د ککړې هوا له امله خپل ژوند له لاسه ورکوی، همدارنګه په کابل کې د ماشومانو د صحت روغتون چارواکي وايي ۳۰ سلنه هغه ماشومان چې دغه روغتون ته د درملنې لپاره راوړل کېږي په ځانګړی ډول د ژمی په موسم کې د هوا د ککړتیا له امله په تنفسي ناروغو اخته دي، چې دا شمېره نظر ټولو هغو شمېرو ته هم زیاته ده کوم چې په دې ښار کې د جنګ جګړو له امله وژل کېږي. غیری معیاری زېږون، سرطان، سر دردی، د پوستکی، سږو، او سترګو نارغۍ زیاتره د ککړې هوا له امله را منځ ته کېږی، ککړه هوا نه یوازې روغتیایی بلکې اقتصادی ستونزې هم زېږوي.

د ۲۰۱۸ زږدیز کال سرشمېرونو له مخې د افغانستان پلازمینه کابل ښار د څه کم پنځه میلیونه نفوس په درلودلو سره په نړۍ کې څلورشپېتم او د ککړې هوا په درلودلو سره په نړۍ کې لومړی مقام لری. چې په دې سره د جاپان هېواد پلازمېنه توکیو ښار د زیات نفوس په درلودلو سره، او د جرمنی هېواد هامبورګ ښار د پاکې هوا په درلودلو سره په نړۍ کې لومړي مقامونه لري.

شنې ساحې، ونې، پارکونه، پاکه انرژي، عامه پوهاوی، پاخه او اساسی سړکونه، لارې او کوڅې ټول هغه عوامل دي کوم چې د هوا په پاکوالی کې مهم رول لوبوی، د افغانستان د چاپېریال ساتنې ملی ادارې د مالوماتو له مخې د کابل ښار د تېرې یوې لسیزې په پرتله د خپل ټول مساحت ۱۸ سلنه شنې سیمې لری خو دا کارونه بسنه نه‎ کوي او کابل ښاریان د هوا له ککړتیا د ژغورنې لپاره لا نورو اغېزمنو کارونو ته اړتیا لری، دغه راز د نړیوال روغتایی پروګرام د څېړنو له مخې یو ښار باید لږ تر لږه د خپل ټول مساحت ۳۰ سلنه شنې سیمې ولری تر څو د هوا په پاک ساتلو کې مرسته وکړی.

په کابل ښار کې د هوا د ککړتیا اصلی عوامل:

د نفوس زیاتوالی، چې تر زیاتره تفریحی، شنې سیمې او د غرونو لمنې په استوګنیځو سیمو بدلې شوې او یا هم د زورواکو لخوا غصب شوې دي.

په زیاته پیمانه د جامدو کثافاتو تولید، د عامې روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې په دې ښار کې هره ورځ کابو ۳۵۰۰ ټنه جامد کثافات تولیدیږي.

د شاوخوا۶۰۰۰۰۰ موټرونو شتون چې زیاتره یې زاړه دي.

د اړتیا وړ پاکې انرژۍ نشتون، چې اکثره وخت د برېښنا د نشتون له کبله په کورونو، سوداګریزو ځاینو، دفترونو او صنعتی پارکونو کې د برېښنا د نشتون له کبله له لرګیو، تیلو، او ډبرو سکرو څخه استفاده کېږي په ځانګړی ډول د ژمی په موسم کې.

د عامه پوهاوی کموالی او د ښاریانو بې احتیاطي، له دې امله زیاتره ښاریان خپل کثافات د لارو، کوڅو، ویالو او سرکونو په سرغورځوي.

د خامو سړکونو، کوم چې اوس اوس تر ډېره بریده دا ستونزه د حل کېدو په حال کې ده.

د یو منظم کانالیزاسیون نشتون.

په کابل ښار کې د هوا ککړتیا ډېره خطرناکه ده او دغه خطر باید له پامه ونه غورځول شي، تر اوسه په دې اړه هېڅ یوې ادارې کوټلي او د پام وړ ګامونه نه دی اخیستي، د چاپېریال ساتنې ملی ادارې په وینا دوي څو ځلې له کورنیو چارو وزارت څخه غوښتي چې د چاپېریال د ککړونکو په وړاندې او همدارنګه د ځنکلونو د ساتنې لپاره یو ځانګړی ځواک چمتو کړي، اما کورنیو چارو وزارت په دې اړه کوم عملی اقدام نه دی کړي، کابل ښار کې یوازې د هوا ککړتیا نه ده بلکې د هوا د ککړتیا ترڅنګ، د اوبو، خاورې او پلاستیک ککړتیاوې هم د اندېښنې وړ بلل کېږي.

دولت ته په کار ده چې د هوا د ککړتیا د مخنیوی لپاره یو منظم او ستراتېژیک پلان ولری تر څو ټولې هغه ادارې چې د هوا ککړتیا د مخنیوی په لارو چارو کې په مستقیم او غیر مستقیم ډول ښکېلې دي خپل اغېزمن رول ولوبوی، او دغه راز عامو وګړو ته پکار دي چې له هغو ټولو لارو چارو ډډه وکړي چې چاپېریال ته د زیان لامل ګرځي، د بېلګې په توګه، په عامه ځایونو کې د پلاستیکونو، ټایرونو او نورو چټلیو سوځول، د تشنابونو ککړتیاوې په ویالو کې خالی کول، په کورونو، هوټلونو او دفترونو کې د لرګیو یا د ډبرو سکارو سوځول او د زړو موټرونو کارول، په موټرونو کې بې کیفیته نفتو کارول ټول هغه څه دي چې د استعمال په کموالی سره یې کولای شو تر ډېره بریده شته ککړتیا راکمه کړو.

درنښت

فیـــض الله محمدی