د کابل امنیه قومنداني وايي،برید د کابل ښار شمال لوېدیځ ته د پنځمې امنیتي حوزې اړوند وزیر کلا سیمه کې شوی و.
د دې ادارې ویاند حشمت الله ستانکزي رسنيو ته ويلي، نښته له نږدې درې ساعته دوام وروسته پای ته رسېدلې ده.
د نوموړي په خبره، وسله وال سهار شاوخوا لس بجې یوې له کاره لوېدلې ودانۍ ته ننوتل او د ملي امنیت پر یوه روزنیز مرکز یې ډزې پیل کړې.
د ملي امنیت دغه روزنیز مرکز قمبر څلور لارې ته نږدې دی.
دې مرکز ته نږدې د مارشال فهیم پوځي پوهنتون هم پروت دی او له دې وړاندې هم په دې سيمه کې څو بريدونه شوي وو.