د کابل پولیس وايي، چې نن له غرمې وروسته په څلورو بجو د کابل ښار په اتلسمه حوزه کې د موعود په نوم د یو روزنیز مرکز په دننه کې يو ځانمرګی برید شوی.
د کابل پولیسو د رسنیو د چارو سلاکار حشمت الله ستانکزي هم ياده پېښه تاييد کړې خو د مرګ ژوبلې په اړه يې څه نه دي ويلي.
بل پلو د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر وحیدالله مجروح په دې برید کې د ۱۴ تنو وژل کیدل او د یوولسو۲۳ نورو ټپي کیدل تائید کړي دي.
د مجروح پر وينا چې ښايي په بريد کې د وژل شويو کسانو شمېره نوره هم زياته شي.