کابل کې انسان تښتونکو یوه ماشومه وژلې ده

مهسا هغه شپږ کلنه ماشومه ده چې پنځه ورځې مخکې د کابل په ۱۵مه  ناحیه کې له تښتول کېدو وروسته ووژل شوه.

د یادې ماشومې د کورنۍ غړي وايي، پولیسو د مهسا د تښتونې او وژنې په تور دوه کسان نیولي دي.

د کورني غړي یې وايي، لور یې پنځه ورځې مخکې د خیرخانې په ۳۱۵ سیمه کې تښتول شوې وه او تښتونکو بیا په بې رحمۍ وژلې ده.

همداراز د مهسا کورنۍ وايي، تښتوونکو د ماشومې خوشې کولو په بدل کې درې سوه زره ډالر غوښتل او دوی نشول کولی، دا پېسې برابرې کړي؛ نو تښتونکو ماشومه په لاس زندۍ کړې او مړه شوې ده.

اوس مهال دغه انسان تښتونکي د کابل پولیسو له لوري نیول شوي دي.

ځیني مدني فعالان وايي، چې دغو انسان تښتونکو ته د مرګ سزا ورکړل شي.