چهارشنبه , 24 اپریل 2024

کابل کې د هند پر سفارت د بريد په تړاو درې کسان نيول شوي

د کورنيو چارو وزارت وايي، چې د کابل ښار په وزیر اکبر خان سيمه کې د هند پر سفارت د توغندیز بريد درې عاملين نيول شوي دي.

د کورنيو چارو وزير ويس برمک رسنيو ته ويلي، چې دغه درې واړه کسان د امنيتي کامرو په مرسته نيول شوي دي او اوسمهال د ملي امنيت په زندان کې دي.

د هند د بهرنيو چارو وزيرې هم په خپل ټويټ کې ليکلي، چې کابل کې د دوی د سفارت د پوځيانو پر درې پوړيزې ودانۍ يو توغندی لگيدلی، خو چا ته يې مرگ ژوبله نه ده اړولې.

د هند د بهرنيو چارو وزارت وياند هم رسنيو ته تاييد کړې، چې يو توغندی د سفارت په انگړ او دوهم د پوځيانو په درې پوړليزې ودانې کې لگېدلی، خو مرگ ژوبله نه لري.

يه ۲۰۰۸ کې هم کابل ښار کې د هند پر سفارت چاودنې کې دوه هندي ډيپلوماټان او يو ژباړونکی وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان وو. افغان حکومت د دغې چاودنې پړه پر طالبانو اچولې وه.

طالبانو او يا کومې بلې ډلې تر اوسه په د ورستۍ پېښې په اړه څه نه دي ويلي.