د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي ویلي تېره شپه د کابل ښار شپږمې امنیتي حوزې اړوند شهر دوبۍ هوټل کې د واده پر مراسمو چاودنه وشوه چې له امله یې ۶۳ تنه مړه او ۱۸۲ تنه نور پکې ټپیان شول
کابل کې د واده پر مراسمو ځانمرګۍ برید داسې مهال کېږي چې خلکو د ډوډۍ خوړلو پروګرام پای ته رسولی و او د واده ورستي مراسمو ته د ګوتو په شمار شېبې پاتې وې چې ناڅاپه چاودنه کېږي او د خوښۍ ماحول په وېر بدلوي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي ویلي ځانمرګی بریدګر د شاه سټیج ته نېږدي ځان ته چاودنه ورکړې چې له کبله یې ۶۳ تنه ووژل شول او ۱۸۲ تنه نور ټپیان شول
د رحیمي په وینا د واده په مراسمو کې شااوخوا ١٠٠٠ کسان حاضر و
نوموړي ویلي، چې په وژل شوو او ټپیانو کې د ښځو او ماشومان په ګډون ټول ملکي وګړي شامل دي
تر دا مهاله هېڅ یوې وسله والې ډلې د دغه برید مسؤلیت په غاړه نه دی اخیستی
په قطر کې د وسله والو طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پر خپل ټوېټر د یادې پېښې په غندلو سره یاد برید یو «وحشیانه» عمل بللی دی
په ورته وخت کې د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي هم د یو ټویټر په خپرولو دا چاودنه غندلی او د افغانانو پر ضد یې یو جنایت بللی.
دې پیښې په کور دننه افغانان غمچن کړې دي او دا عمل یې د بشریت ضد عمل ګڼلی.