پنجشنبه , 25 اپریل 2024

کابل کې د يوه ترهګریز بريد مخنيوی شوی

په پلازمینه کابل کې پوليسو د پنځمې امنيتي حوزې په مربوطاتو کې په يوه مازدا ډوله موټر کې د چاودېدونکو توکو د کشف او نيولو خبر ورکوي.

د کورنيو چارو وزارت د وياند نجيب دانش وايي، تېره شپه شاوخوا دولس بجې مازدا ډوله موټر کې چې ۲۸ بوشکې چاودېدونکي توکي، دوه غټ بمونه او له ۵۰۰ کيلو ګرامه څخه زيات امونيم نايټرېټ په کې د روميانو د کارتنونو لاندې په منظم ډول ځای پرځای شوي وو، ونیول شول.

نجيب دانش زياتوي، د ياد موټر چلوونکی، چې غوښتل يې هدف ته ځان ورسوي، دپنځمې امنيتي حوزې له لوري پېژندل شوی او د ډزو په پايله کې يې موټر چلوونکی ټپي او نيولی دی.

تر اوسه نه ده معلونه چې ياد نيول شوی کس کومې ډلې پورې تړلی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره شپه د کابل ښار په درېيمه امنيتي حوزه کې د پوليسو په موټر د نښلول شوي ماين چاودنې دوه تنه پوليس ټپيان کړل.

د دولت وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه ويلي.