پنجشنبه , 28 مارچ 2024

کابل کې ځانمرګي برید ۲۲ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

د کابل د امنیه قومندانۍ رسنیز مشاور حشمت ستانکزی وايي، برید نن ماسپښین شاوخوا ۴ بجې شوی چې له امله یې ۲۲ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د امنیتي چارواکو په وينا بريد د کابل ښار د شپږمې امنیتي حوزې اړوند د کلیو او پراختیا وزارت په لومړۍ دروازه کې شوی دی.

د کلیو او پراختیا وزارت ویاند فریدون اژند رسنیو ته ویلي، په برید کې ۷ کسان وژل شوي او پنځلس نور ټپیان دي.