کانکور او د افغانستان د لوړو زده‌کړو وضعیت

د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو مرکز[1]

د ۱۳۹۷هـ ش کال د کانکور آزموینې پایلې د روان کال د اسد میاشتې په لسمه نېټه اعلان شوې. په دغه آزموینه کې نږدې ۱۶۰ زره کسانو برخه اخیستې وه، چې له دې ډلې ۶۰ زره او ۵۱ تنه لوړو زده‌کړو او ۱۲ زره او ۴۹۸ تنه يې نیمه لوړو زده‌کړو ته بریالي شول.

د لوړو زده‌کړو وزارت د معیار پر بنسټ، د لوړو زده‌کړو بنسټونو ته د کامیابۍ معیار ۱۵۰ نومرې او نیمه لوړو زده‌کړو ته بیا ۱۴۰ نومرې ټاکل شوې دي، چې له مخې يې په سږني کانکور کې شاوخوا ۱۹ زره کسان ناکام شوي دي. دغه راز په سږني کانکور کې شاوخوا ۶۶ زره کسانو د کامیابۍ نومرې اخیستې دي؛ خو د خپل انتخاب له امله یې دولتي پوهنتونونو ته لار نه ده موندلې. د وزارت په وینا، دغه راز کسان خصوصي او د نیمه لوړو زده‌کړو دولتي بنسټونو کې د جذبېدو په شرایطو برابر دي.

د کانکور په دغه آزموینه کې د درغلیو په اړه په تېر کې راپورونه زیات وو؛ خو د ملي یووالي حکومت په راتګ سره د یادې پروسې د روڼتیا په موخه ځینې ګامونه واخیستل شول، چې له امله یې تر ډېره حده په دغه پروسه کې روڼتیا رامنځته شوه؛ خو له کانکور نه علاوه، د افغانستان د لوړو زده‌کړو بنسټونه لاهم له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

په دغه تحلیل کې مو د کانکور د آزموینې، افغانستان کې د لوړو زده‌کړو بنسټونو د وضعیت او په دې برخه کې پر شته ننګونو او فرصتونو بحث کړی دی.

کانکور؛ د شفافيت په لور

د کانکور آزموینه له پخوا په افغانستان کې دولتي پوهنتونونو ته د شاملېدو یوازینۍ لاره ده. دا هغه برخلیک ټاکنونکې آزموینه ده، چې له لارې یې د هېواد د دولسمو ټولګیو زده‌کوونکي له فراغت وروسته دولتي پوهنتونونو ته د لوړو زده‌کړو په موخه ځانونه رسوي.

له تېرو ۱۷ کلونو راهیسې په هېواد کې د نورو برخو په شان، دغه برخه هم د فساد په منګولو کې راګېر وه. د کانکور په کمیټه کې فساد، له اکاډمیکو معیارونو سره د ازموینې د پوښتنو نه مطابقت، په دغه پروسه کې د زورواکو او ځینو دولتي چارواکو لاسوهنې، د یوه شخص پر ځای د بل شخص ازموینه ورکول او نورې جعل‌کارۍ هغه څه دي، چې د کانکور په پروسه کې د شفافیت په تړاو يې تل د خلکو اندېښنې له ځان سره لرلې دي.

د ملي یووالي حکومت په راتګ سره د کانکور په ازموینه کې شفافیت او په دغه پروسه کې د فساد مخنیوی، د دې حکومت له مهمو لاسته راوړنو بلل کېږي. د ملي یووالي حکومت پر مهال د لوړو زده‌کړو وزارت په کانکور کې د درغلیو د مخنیوي لپاره په آزموینه  کې له نویو پرمختللو ماشینونو څخه کار واخیست، سیستم یې داسې رامنځته کړ، چې د پخوا په شان به د ګډونوالو پوښتنې سره ورته نه وې، د هر ګډونوال لپاره سیستم خپله پوښتنې چاپوي، پاڼې یې ترتیبوي او نومونه پرې لیکي.

له دې سره په پوره توګه دا هم نه شو ویلی، چې په دغه پروسه کې به فساد په بشپړه توګه صفر شوی وي؛ خو د تېر په پرتله په دغه آزموینه کې له نوې ټکنالوژۍ څخه په کار اخیستلو سره د نقل کولو او د بل چا پر ځای په کانکور آزموینه کې برخه اخیستل یا هم د پوښتنو وتل خورا ستونزمن شوي دي، چې له امله یې په دغه پروسه کې د شفافیت په اړه  د خلکو بارو هم زیات شوی دی.

افغانستان کې د پوهنتونونو وضعیت

له نن څخه پوره ۸۶ کاله وړاندې، په ۱۳۱۱هـ ش کال په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره د لوړو زده‌کړو په برخه کې په کابل ښار کې د طب پوهنتون بنسټ کېښودل شو. دا بهیر تر ۲۰۰۱م کال پورې لکه څنګه چې لازمه وه، هغسې پرمخ نه دی تللی او لامل یې په هېواد کې جګړه او بي‌ثباتي وه؛ له ۲۰۰۱م کال وروسته په افغانستان کې د نوي نظام په را منځته کېدو او  د عصري ټکنالوژۍ نه په کار اخیستلو سره، د نورو برخو په شان، په دې برخه کې د پام وړ بدلون راغلی دی.

په دې موده کې د نړیوالې ټولنې او بهرنیو هېوادو د میلیادونو ډالرو د مرستو له کبله، په افغانستان کې د لوړو زده‌کړو وضعیت د کمیت له اړخه ډېره وده وکړه. پر دولتي پوهنتونونو سربېره د لوړو زده‌کړو لسګونه خصوصي بنسټونو هم په کار پیل وکړ، چې اوسمهال په ټول هېواد کې ۳۲ دولتي او ۱۳۰ خصوصي د لوړو زده‌کړو بنسټونه فعالیت لري؛ خو په تېرو ۱۷ کلونو کې د ملیاردونو ډالرو پر مصرف سربېره، افغانستان لا هم د لوړو زده‌کړو په برخه کې د کیفیت له اړخه له ستونزو سره مخ دی، څنګه چې هیله کېده په هماغه کچه د کیفیت په ډګر کې د پام وړ تغییر نه دی راغلی.

له لویه سره جګړې او ناامنۍ د نورو برخو په شان د لوړو زده‌کړو برخه هم اغېزمنه کړې ده؛ خو په بل اړخ کې بيا د افغان دولت له لوري د لوړو زده‌کړو په برخه کې په معیار د برابرې ستراتېژۍ نه لرل، د لوړو زده‌کړو وزارت د مدیریت کمزورتیا، د تعلیمي نصاب زوړوالی او د اوسني عصر له اړتیاوو سره یې نه برابرښت، د لوړو زده‌کړو په بنسټونو کې د فساد موجودیت او د نظارت کمزورتیا، د مسلکي او علمي کادرونو نشتوالی، په پوهنتونو کې د څېړنې برخې ته نه پاملرنه او دې ته  ورته نورې هغه ستونزې دي، چې په افغانستان کې یې د لوړو زده‌کړو معیار او کیفیت خورا را ټیټ کړی دی.

په پوهنتونونو کې د یادو او دې ته ورته نورو ستونزو موجودیت د دې لامل شوی، چې له دغو بنسټونو څخه فارغ شوي کسان په ټولنه باندې بوج شي، د کار او دندې زمینه نه وي ورته برابره، له ګڼو ستونزه سره مخ وي، او ډېره کله خپله همدا کسان، ټولنه کې نورو کسانو ته په سرخوږي اوړي.

د لوړو زده‌کړو سیستم مو څه ته اړتیا لري؟

پوهنتون یا د لوړو زده‌کړو مرحله د هر ځوان لپاره د ښوونځي له ۱۲ کلنې دورې را وروسته یوه تخصصي دوره ده، چې د ده راتلونکی ورپورې تړلی دی. د زده‌کړو دغه دوره چې هرڅومره معیاري وي، هغومره به د محصلینو په راتلونکي باندې مثبت اغېز ښندي. په اوسمهال کې د افغانستان د لوړو زده‌کړو سیستم تر ډېره په هره برخه کې معیاري کېدو ته اړتیا لري، خو پوښتنه دا ده چې په کومو برخو کې او څنګه د لوړو زده‌کړو د معیاري کېدو لپاره کار کولی شو؟

په دې برخه کې لاندې څو ټکي د پام وړ دي:

له هر څه وړاندې اړتیا ده، چې د افغانستان د لوړو زده‌کړو وزارت په خپل مدیریتي سیستم کې اړین اصلاحات راولي او د لوړو زده‌کړو په برخه کې د شته ستونزو د حل په موخه یوه منظمه، هر اړخیزه او د تطبیق وړ تګلاره رامنځته کړي، ترڅو د هغې پر بنسټ ورو ورو په ټولو برخو کې اصلاحات رامنځته شي.

د لوړو زده‌‌کړو لپاره اصلي بنسټ د ثانوي دورې زده‌کړې دي. د دې لپاره چې پوهنتونونو ته وړ او په معیار برابر کسان راشي، نو اړتیا ده چې د معارف په برخه کې د ښوونځيو د کیفیت او زده‌کوونکو د سویې د لوړوالي په موخه جدي کار وشي.

د لوړو زده‌کړو په بنسټونو کې څېړنې او مطالعات د زده‌کړو د کیفیت په برخه کې خورا مهم رول لري. له بده مرغه په افغانستان کې دې برخې ته د لوړو زده‌کړو په بنسټونو کې ډېره پاملرنه نه کېږي. اړتیا ده چې په پوهنتونونو کې د دې برخې لپاره کار وشي، علمي او څېړنیزو بحثونو ته زمینه برابره شي، استادان د خپلو علمي ترفیعاتو په موخه د اړتیا مطابق او رښتنیې څېړنې وکړي، ترڅو د ځان او محصل په ګټه کار ترې واخلي.

د زده‌کړو په برخه کې د تعلیم او تعلم د مډرنو وسایلو موجویت یو مهم او اغېز لرونکی اړخ دی، چې هم د استاد او هم د محصل پر سویه مستقیمه اغیزه کوي. اړتیا ده چې د لوړو زده‌کړو وزارت هڅه وکړي چې پوهنتونونه او نور د لوړو زده‌کړو علمي بنسټونه د الکټرونیکي کتابتونونو په جوړولو سره مجهز کړي او دغه راز محصلینو ته د انټرنټ له لارې مهمو الکترونیکي کتابتونونو ته د لاسرسي زمینه برابره کړي.

د نصاب د نویوالي لپاره هم جدي اړتیا لیدل کېږي، تر څو په پوهنتونونو کې محصلین د وخت له غوښتنو سره برابرې زده کړې وکړي او په عملي برخه کې د هېواد او ملت لپاره څه وړاندې کړي.

د يو شمېر پورتنيو ټکو او په ټوليز ډول د لوړو زده‌کړو د نظام پياوړي کولو لپاره کافي بودجې ته هم اړتيا ده او افغان دولت بايد د بودجې له پلوه هم دغه سکتور ته خورا زياته پاملرنه وکړي.

پای

[1] د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو مرکز يو غيردولتي ارګان دی چې په ۲۰۰۹ کال کې په کابل کې تاسيس شوی دی. اړيکې: ۰۷۸۴۰۸۹۵۹۰، info@csrskabul.com، وېبپاڼه: www.csrskabul.com