لیکنه: سیداصغر هاشمي
کجوره د جنت مېوه ده او د انسان لپاره ډېره ګټوره ده نو ځکه په خوړو او درملو په جوړولو کې ترې کار اخېستل کېږي. الله تعالی فرمايي:
(فَاَجَاءَهَا الْمَخَاضُ اِلٰى جِذْعِ النَّخْلَةِ قَالَتْ يٰلَيْتَنِيْ مِتُّ قَبْلَ ھٰذَا وَكُنْتُ نَسْيًا مَّنْسِيًّا 23فَنَادٰىهَا مِنْ تَحْتِهَآ اَلَّا تَحْزَنِيْ قَدْ جَعَلَ رَبُّكِ تَحْتَكِ سَرِيًّا 24وَهُزِّيْٓ اِلَيْكِ بِجِذْعِ النَّخْلَةِ تُسٰقِطْ عَلَيْكِ رُطَبًا جَنِيًّا 25)( مريم ۲۳ـ ۲۵)
ژباړه: بي بي مریم د ماشوم راوړلو د درد له زوره د کجورې د ونې لاندې ولاړه وه او ويې ويل: کاشکې وړاندې له دې نه مړه شوې وای او پوره هېره شوې وای، د هغې د پښو لاندې غږ وشو، چې مه غمجنه کېږه! چې الله تعالی ستا له پښو لاندې د اوبو يوه چينه روانه کړې او د ونې ښاخ د ځان لور ته وڅنډه، چې تا ته تازه کجورې را توی شي.
ننیو طبي تحقيقاتو زباد کړې چې کجوره د اميدوارو مېندو لپاره ښه خواړه دي، همدارنګه حاملې ښځې د ماشوم د راوړلو وروسته بايد کجورې وخوري، خرما د اميدوارو ښځو شيدې زياتوي او تحريکوي يې نو ځکه يې خوړل سم کار دی.
په کجوره کې ډول ډول انرژي موجوده ده او هغه ښځې چې د وینې بهيدو ناروغتيا لري او هر وخت د کمزورتيا احساس کوي، د کجورې خوړل ورته شفا موندونکې ده. که چېرې يوکس د ورځې يوه خرما او يوګيلاس اوبه وڅکي نو د بدن ټوله غذايي اړتيا يي پوره کېږي.
(اوکسي توسين) يوه ماده ده او په طبابت کې د درملو په توګه د ماشوم د راوړلو د بهير د چټکتيا لپاره کارول کېږي، سربېره پر دې دغه ماده د مور شېدې هم ډېروي، په کجورو کې د دغې مادې شتون په يوازې توګه د قرآن کريم اعجاز او د دغي مادې ارزښت څرګندوي.
کجوره د ډېرو ويټامينونو، منرالونو، غوړو، پروتينو، د نه جذبېدونکې قندو او فايبرو درلودونکې ده، سوډيم، پوتاشيم، کلسيم، مګنېزيم، اوسپنه، سلفر، فاسفورس، کلورين او د A او B ويټامينونه په کجوره کې شته.
کجوره د وېنې جوړېدل په عضويت کې زياتوي، د حمل په دوران کې له زړه بدوالي مخنيوی کوي، د وجود له ودې سره مرسته کوي، د سترګو د ليدلو ځواک او اعصاب ځواکمنوي.
د کجورو په اړه نوې پلټنې ثابتوي چې دا ټولې خبرې د الله تعالی حکمت او مهرباني څرګندوي.