کرکټ: افغانستان له ایرلېنډ څخه ټېسټ لوبه په ۷ ویکټو وګټله

د افغانستان او ایرلېنډ کرکت ملي لوبډلو ترمنځ یواځنۍ ټېسټ لوبه د افغان لوبډلې په بریا سره پای ته ورسېده.

په دې لوبه کې لومړی توپ ایرلېنډ لوبډلې وکړه او په ۱۷۲ منډو اوټ شوه.

افغان لوبډلې لومړي وار توپ وهنه کې ۳۱۴ منډې وکړې.

ایرلېنډ خپلې دویمې پاڼۍ توپ وهنه کې ۲۸۸ منډې وکړې او په دې سره یې افغان لوبډلې ته د ۱۴۷ منډو هدف ورکړ.

افغان لوبډلې دا هدف د درې لوبغاړو په زیان سره پوره کړ او لوبه یې د ۷ ویکټو په شتون کې وګټله.

رحمت شاه زورمتي په دې لوبه کې ټولې ۱۷۰ منډې وکړې او د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو، خو راشد خان په دواړو پاڼیو کې ۷ او یمین احمدزي ۶ ویکټې واخیستې.

رحمت شاه وایي په دې لوبه کې ټول کریډیټ بالرانو ته ورکوي.

د ملي لوبډلې لوبډلمشر اصغر افغان وایي، کوشش به کوي چې د افغانستان لپاره اتلولۍ ترلاسه کړي.

دا لوبه د افغانستان په کوربه توب د هند په راجیو ګندي لوبغالي کې ترسره شوه.

له دې وړاندې په درې شل اوریزو لوبو کې افغان لوبډلې ایرلېنډ ته پرله پسې ماتې ورکړې وې؛ خو د پنځو یو ورځنیو لوبو لړۍ یې دوه په دوه مساوي شوه.

افغانستان او ایرلېنډ دواړو په ۲۰۱۷ کال کې بشپړ غړیتوب ترلاسه کړ، چې افغان لوبډلې خپله لومړۍ لوبه هند ته او ایرلېنډ لوبډلې پاکستان ته بایللې وه.

خبریال: نصرت الله عمرزی