کرکټ: بند امیر د مس عینک زون لوبډلې ته ماتې ورکړه

د غازي امان الله خان لېست A یو وځنیو لوبو کې بند امیر لوبډلې د مس عینک زون لوبډلې ته په ۶ ویکټو ماتې ورکړه.

دې لوبه کې د مس عینک لوبډلې ټول لوبغاړي په ۴۰م اور کې اوټ شول او بند امیر زون لوبډلې ته یې د ۱۶۱ منډو هدف ورکړ.

توپ وهنه کې رحمت شاه ۲۹ او فضل نیازي ۲۷ د پام وړ منډې وکړې.

د بند امیر لپاره امیر حمزه، نجات مسود، نصرت الله او محمد ابراهیم دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

بند امیر لوبډلې یاد ۲۹ اورونو کې د ۴ لوبغاړو په زیان سره پوره کړ او لوبه یې د ۶ ویکټو او ۱۲۶ توپونو په شتون کې وګټله.

احسان الله ۶۶ ناسوځېدلې منډې وکړې او د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

په دې سیالیو کې به چهارشنبه د امو او بُست لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره شي.

نصرت الله عمرزی