کرکټ: تمریناتي سیالیو کې نن هندوستان او نیوزېلېنډ لوبه کوي

نړیوال جام ته د تمریناتي سیالیو په دوام به نن هندوستان لوبډله له نیوزېلېنډ سره لوبه ترسره کړي.

ټاکل شوې دا لوبه د افغانستان پر وخت دوه بجې پېل شي.

دواړه پیاوړې لوبډلې دي او لوبه به یې د کرکټ مینه والو لپاره ډېره په زړه پورې وي.

هندوستان له نیوزېلېنډ سره تر دې دمه ۱۰۶ نړیوالې یو ورځنۍ لوبې کړي، چې ۵۵ هندوستان او ۴۵ نیوزېلېنډ ګټلي؛ یوه لوبه یې مساوي او پنځه لوبې یې بې پایلې شوي دي.

هممهاله به نن دوه بجې د انګلستان او استرالیا لوبډلو ترمنځ لوبه هم پیل شي.

خبریال: نصرت الله عمرزی