پنجشنبه , 28 مارچ 2024

کرکټ: زیمابوۍ لوبډله نړیوال جام ته دلارموندنې سیالیوکې هم له افغان لوبډلې سره مخ کیږي

افغان لوبډلې له زیمبابوۍ څخه د روانو یو ورځینیو لوبو لړۍ وګټله او د ورستۍ لوبې بایلله به په افغان لوبډله کوم تاثیر ونه لري.

زیمبابوۍ او افغانستان به خپله وروستۍ لوبه سبا دوشنبه په شارجه لوبغالي کې د افغانستان پر وخت د ماسپښین درې بجو پیل کړي.

د دواړو لوبډلو ترمنځ لومړۍ لوبه افغان لوبډلې دویمه یې زیمبابوۍ، درېمه او څلورمه لوبه یې بیا افغان لوبډلې وګټلې.

له زیمبابوۍ سره له دې سیالیو وروسته په راتلونکې مارچ میاشت کې د ۲۰۱۹ کال ۵۰ اوریزه نړیوال جام ته د لار موندنې سیالۍ ترسره کیږي.

په دې سیالیو کې لس لوبډلې په دوه ګروپونو ویشل شوي،چې په (ب) ګروپ کې له افغان لوبډلې سره سکاټلینډ، زیمبابوۍ، هانګ کانګ او نیپال لوبډلې شاملې دي.

په (الف) ګروپ کې ویسټ اینډیز، ایرلینډ، پاپوا نیو ګیني، نېدر لېنډ او متحده عربي امارتو لوبډلې شتون لري.

یادې ۵۰ اوریزه سیالۍ د زیمبابوۍ په کوربه توب د مارچ په څلورمه نېټه پیلږي، چې افغان لوبډله به خپله لومړۍ لوبه د سکاټلینډ، دویمه لوبه له زیمبابوۍ ، دریمه له هانګ کانګ او څلورمه لوبه به له نیپال لوبډلې سره ترسره کړي.

دا سیالۍ به د مارچ تر ۲۵ نېټې دوام وکړي او دوه هغه لوبډلې،چې پای لوبې ته یې لار ومندله په ۲۰۱۹ کال نړیوال جام سیالیو کې به ولوبیږي.

د دې سیالیو څخه مخکې به افغان لوبډله دوه تمریناتي لوبې هم ترسره کړي، چې لومړۍ لوبه به د ویسټ اینډیز لوبډلې سره د روانې فیبروري په ۲۷مه نېټه او دویمه به سکاټلینډ لوبډلې سره د مارچ په لومړۍ نېټه ترسره کړي.

افغان لوبډله یو ځل په ۵۰ اوریزه نړیوال جام سیالیو کې لوبیدلې او سکاټلینډ لوبډلې ته یې پکې ماتې ورکړې وه.

نصرت الله عمرزی