پنجشنبه , 25 اپریل 2024

کرکټ: سریلانکا لومړۍ ټېسټ لوبه کې نیوزېلېنډ ته ماتې ورکړه

سریلانکا کرکټ ملي لوبډلې په لومړۍ ټېسټ لوبه کې نیو زېلېنډ ته په ۶ ویکټو ماتې ورکړه.

په دغې لوبه نیوزېلېنډ سریلانکا ته د ۲۶۸ منډو هدف ورکړی وو.

سریلانکا د څلو ویکټو په زیان هدف ته ځان ورساوه او لوبه یې وګټله.

د سریلانکا لوبډلمشر ډیموټ کارونارتني په دغې لوبه کې د سلیزې په مرسته ۱۶۱ منډې وکړې او د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

د دواړو لوبډلو ترمنځ دوه ټېسټ لوبې پلان شوي، چې دویمه لوبه به یې د روانې اګسټ میاشتې په ۲۲مه نېټه پېل شي.