پنجشنبه , 25 اپریل 2024

کرکټ: سویلي افریقا په تمریناتي لوبه کې سریلانکا ته ماتې ورکړه

نړیوال جام ته د تمریناتي سیالیو په دویمه لوبه کې سویلي افریقا کرکټ ملي لوبډلې سریلانکا ته په ۸۷ منډو ماتې ورکړه.

سویلي افریقا په دې لوبه کې سریلانکا ته د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره د ۳۳۹ منډو هدف ورکړ.

لوبډلمشر فاف ډوپلیسیز ۸۸ او هاشم املا ورته ۶۵ تر نورو زیاتې منډې وکړې.

مقابل کې یې د سریلانکا ټوله لوبډله ۴۳م اور کې په ۲۵۱ منډو وسوځېده.

د دوی لوبډلمشر کاروناراتني ۸۷ او متیوز ۶۴ منډې وکړې؛ خو لوبډله یې بریا ته ونه شوه رسولی.

سویلي افریقا به خپله دویمه تمریناتي لوبه سبا له ویسټ انډیز سره او سریلانکا لوبډله به د دوشنبې په ورځ له آسترالیا لوبډلې سره مخ شي.

نصرت الله عمرزی