پنجشنبه , 25 اپریل 2024

کرکټ: مس عینک پای لوبې او کابل بازانو نیمه پای لوبې ته لار وموندله

د شپږیزه کرکټ لیګ سیالیو په لومړۍ نیمه پای لوبه کې مس عینک لوبډلې بند امیر ښامارانو ته په څلور ویکټو ماتې ورکړه او پای لوبې ته یې لار وموندله.

بله لوبه کې بیا کابل بازانو د کریم جنت د سلیزې په مرسته او د درې لوبغاړو په زیان سپین غر بازانو ته د ۱۹۸ منډو هدف ورکړ.

کریم جنت په دغې لوبه کې په ۶۳ بالونو د اته شپږیزو او ۱۱ څلوریزو په مرسته ۱۲۰ منډې وکړې او د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

سپین غر زمریان هدف ته ځان ونه شو رسولای، ټولو اورونو کې یې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۸۱ منډې وکړې او لوبه یې د ۱۶ منډو په توپیر وبایلله.

سپین غر ته نجیب ترکي ۵۴ او شبیر نوري ۴۷ د پام وړ منډې وکړې.

کابل بازانو ته وقار سلام خېل څلور ویکټې واخېستې.

کابل بازانو په دې بریا سره پای لوبې ته لار پیدا کړه او سپین غر لوبډله له سیالیو بهر شوه.

د دې سیالیو دویمه نیمه پای لوبه کې به سه شنبه ماسپښین یوه بجه او ۱۵ دقیقې کابل بازان او بند امیر ښاماران سره د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.

ګټونکې لوبډله به پای لوبې ته لار پیدا کوي او بایلونکې لوبډله به یې له سیالیو بهر کیږي.

د شپږیزه لیګ پای لوبه د جمعې په ورځ ترسره کېږي.