کرکټ: نړیوال جام ته د لارموندنې سیالیو کې ایرلېنډ سکاټلېنډ ته ماتې ورکړه

لومړی توپ وهنه ایرلینډ لوبډلې وکړه او ټاکلو ۵۰ اورونو کې یې د ۹ لوبغاړو په سوځیدو سره سکاټلېنډ لوبډلې ته د ۲۷۲ منډو هدف ورکړ.

انډي بیل بیرني ۱۰۵ او نېل اوبرین ۷۰ منډې پکې وکړې.

سکاټلېنډ لوبډله له هدف وړاندې په ۴۸م اورکې په ۲۴۶ منډو وسوځیده او لوبه یې د ۲۵ منډو په توپیر بایلله.

د شپږ غوره لوبډلو ترمنځ په دې سیالیو کې زیمبابوۍ او سکاټلېنډ پنځه پنځه ویسټ اینډیز او ایرلینډ څلور څلور افغانستان دوه او اماراتو لوبډله صفر پواینټ لري.

کله چیرې افغانستان راتلونکې دوه لوبې په ښه توپیر وګټي او زیمبابوۍ او سکاټلېنډ خپلې پاتې لوبې وبایلي بیا نړیوال جام ته د افغانستان د ورتګ چانس شته.

د دې سیالیو په لړکې نن د ویسټ انډیز او زیمبابوۍ ترمنځ لوبه ترسره کیږي.

نصرت الله عمرزی