کرکټ: نیوزېلېنډ د سیریز په لومړۍ لوبه کې بنګله دېش ته ماتې ورکړه

د نیو زېلېنډ او بنګله دېش کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درې یو ورځنیو لوبو لړۍ د نیوزېلېنډ لوبډلې په بریا سره پیل شوه.

د دې سیالیو په لومړۍ لوبه کې د بنګله دېش ټوله لوبډله ۴۹م اور کې اوټ شوه او نیوزېلېنډ ته یې د ۲۳۳ منډو هدف ورکړ.

بنګله دېش ته محمد میتون ۶۲ تر نورو زیاتې منډې وکړې، خو نیو زېلېنډ ته ټرینټ بولډ او سنتنر درې درې، هنري او فرګوسن دوه دوه ویکټې واخیستې.

نیو زېلېنډ لوبډلې یاد هدف د دوه لوبغاړو په زیان ۴۵م اور کې د مارټین ګوپټل په ښې توپ وهنې سره پوره کړ او لوبه یې د ۸ ویکټو په شتون کې وګټله.

ګوپټل په دې لوبه کې ۱۱۷ منډې وکړې، ناسوځېدلی پاتې شو او د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه یې ترلاسه کړه.

د داړو لوبډلو ترمنځ درې یو ورځنۍ او درې ټېسټ لوبې ترسره کیږي.

ټاکل شوې دویمه یو ورځنۍ لوبه یې د شنبې په ورځ تر سره شي.

نصرت الله عمرزی