کرکټ: هند له سویلي افریقا څخه د یو ورځینیو لوبو لړۍ وګټله

 

د سویلي افریقا په کوربه توب د ټیسټ سیالیو وروسته یې د شپږ یو ورځینیو سیالیو څخه پنځه ترسره شوې، چې هند لوبډلې پکې څلور وګټلې او سیریز یې په خپل نوم کړ.په پنځمه لوبه کې سویلي افریقا لوبډلې پچه وګټله او هند ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه.هند لوبډلې په ټاکلو ۵۰ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځیدو سره سویلي افریقا ته د ۲۷۵ منډو هدف ورکړ.توپ وهنه کې روهیت شرما د ۱۱۵ منډو په جوړولو سره ښه وځلید.سویلي افریقا لوبډله د هدف ترلاسه کولو کې پاتې راغله، په ۴۳م اورکې یې ټول لوبغاړي په ۲۰۱ منډو وسوځیدل او لوبه یې د ۷۳ منډو په توپیر وبایلله.د هند لپاره کلدیف یادف ۴، پنډیا او چهال دوه دوه او جسپریټ بومرا یو لوبغاړی وسوځاوه.د دواړو لوبډلو ترمنځ د درې ټیسټ لوبو لړۍ یې دوه د یو پر وړاندې سویلي افریقا لوبډلې ګټلې وه.د روانو یو ورځینیو لوبو وروستۍ یا شپږمه لوبه یې د روانې فیبر وري په ۱۶مه نیټه ترسره کیږي.نصرت الله عمرزی