کرکټ: هند لوبډلې تمریناتي لوبه کې له نیوزېلېنډ ماتې وخوړه

نړیوال جام ته د تمریناتي سیالیو په لړ کې هند لوبډله د نیوزېلېنډ لوبډلې د ښې توپ اچونې له امله ۴۰م اور کې په ۱۷۹ منډو اوټ شوه.

د هند لوبډلې پیل ښه نه وو او لوبغاړي یې ژر وسوځېدل؛ خو د جدیجا د ۵۴ او هاردېک پنډیا د ۳۰ منډو جوړولو په مرسته یې نیوزېلېنډ ته د ۱۸۰ منډو هدف ورکړ.

نیوزېلېنډ ته ټرینټ بولټ ۴ او نیشم درې ویکټې واخېستې.

مقابل کې یې نیوزېلېنډ لوبډلې ټایلر او کېن ویلسمن په ښې توپ وهنې سره ۳۸م اور کې د ۴ لوبغاړو په زیان سره هدف ته ځان ورساوه او لوبه یې د ۶ ویکټو په شتون کې وګټله.

ټایلر ۷۱ او ویلمسن ۶۷ منډې وکړې.

په تمریناتي سیالیو کې به هند لوبډله خپله دویمه لوبه له بنګله دېش او نیوزېلېنډ لوبډله به له ویسټ انډیز سره مخ شي.

خبریال: نصرت الله عمرزی