کرکټ: هند په یوه په زړه پورې لوبه کې بنګله دېش ته ماتې ورکړه

په دې په زړه پورې لوبه کې هندوستان پچه وګټله او بنګله دېش ته یې توپ وهنه ورکړه.

بنګله دېش لوبډلې په ټاکلو شلو اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځیدو سره د صابر رحمن د ۷۷ منډو په مرسته هند ته د ۱۶۷ منډو هدف ورکړ.

د هند لپاره چهال درې او اوناد کات دوه لوبغاړي وسوځول.

هند لوبډلې یاد هدف د شلم اور په وروستي بال پوره کړ او بنګله دېش ته یې په پای لوبه کې تاریخې ماتې ورکړه او د درې اړخیزه لوب لړۍ جام یې په خپل نوم کړ.

دې لوبه کې هند ته په وروستیو دوه اورونو کې ۳۴ منډې پاتې وې، چې په ۱۹م اورکې دینیش کارتیک له روبیل حسین نه ۲۲ منډې واخیستې او وروستي اورته ۱۲ منډې پاتې شوې.

په پای کې د شلم اور په وروستي بال ۵ منډې پاتې وې،چې کارتیک شپږیزه کړ او لوبه یې وګټله.

کارتیک په ۸ توپونو د درې شپږیزو او دوه څلوریزو په مرسته ۲۹ ناسوځیدلې منډې وکړې.

دا لوب لړۍ د سریلانکا په کوربه توب د هند، بنګله دېش او سریلانکا لوبډلو ترمنځ د روانې مارچ میاشتې په ۶مه نېټه پیل شوی وو او په ۱۸مه نېټه د هند په اتلولۍ پای ته ورسېد.

تردې وړاندې د ۲۰۱۶ م کال نړۍ وال شل اوریز جام کې هم هندوستان ، بنګله دېش ته تاریخي ماتې ورکړې وه، چې په درې توپونو بنګله دېش ته یوه منډه پاتې وه ویې نه شوه کړای او د ډوني د ښې وېکټ ساتنې له امله هندوستان بنګله دېش مات کړی و.

نصرت الله عمرزی