سه شنبه , 23 اپریل 2024

کرکټ: ویسټ انډیز دویمه ټېسټ لوبه هم له بنګله دېش وګټله

ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلې په دویمه ټېسټ لوبه کې هم بنګله دېش لوبډلې ته ماتې ورکړه.

ویسټ انډیز لوبډلې لومړي وار توپ وهنه کې ۳۵۴ او دویم وار توپ وهنه کې یې ۱۲۹ منډې وکړې.

بنګله دېش لوبډله په لومړي وار توپ وهنه کې په ۱۴۹ او دویم وار توپ وهنه کې په ۱۶۸ منډو وسوځېده او لوبه یې د ۱۶۶ منډو په توپیر سره وبایلله.

له دې وړاندې لومړۍ لوبه یې هم ویسټ انډیز ګټلې وه.

د درې ۵۰ اوریزو لوبو لړۍ به یې د روانې جولای میاشتې په ۲۲مه نېټه پیل شي.

خبریال : نصرت الله عمرزی