پنجشنبه , 25 اپریل 2024

کرکټ: پاکستان په لومړۍ لوبه کې زیمبابوی ته ماتې ورکړه

پاکستان کرکټ ملي لوبډلې د پنځو یو ورځنیو لوبو لړۍ څخه لومړۍ لوبه کې کوربه زیمبابوی ته په ۲۰۱ منډو ماتې ورکړه.

دې لوبه کې پاکستان لوبډلې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره زیمبابوی لوبډلې ته د ۳۰۹ منډو هدف ورکړ.

د پاکستان لپاره توپ وهنه کې امام الحق ۱۲۸ او فخر زمان ۶۰ تر نورو زیاتې منډې وکړې.

زیمبابوی لوبډله له هدف وړاندې په ۳۵ اورونو کې په ۱۰۷ منډو وسوځېده او لوبه یې د ۲۰۱ منډو په ستر توپیر سره وبایلله.

د پاکستان لپاره شاداب خان ۴ لوبغاړي وسوځول.

د دواړو لوبډلو ترمنځ دویمه یو ورځنۍ لوبه یې د دوشنبې په ورځ ترسره کیږي.

خبریال: نصرت الله عمرزی