دې لوبه کې ډیلي لوبډلې پچه وګټله او کینګز ایلیون پنجاب لوبډلې ته یې توپ وهنه ورکړه.
پنجاب لوبډلې ټاکلو شلو اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوزېدو سره خپلې سیالې ډیلي لوبډلې ته د ۱۴۴ منډو هدف ورکړ.
کارون نایر ۳۴ او ډیویډ میلر ۲۶ تر نورو لوبغاړو زیاتې منډې پکې وکړې.
د ډیلي لپاره پلنکیټ ۳ لوبغاړي وسوزول.
ډیلي لوبډله د هدف په ترلاسه کولو کې بریالۍ نه شوه، پوره شلو اورونو کې یې د ۸ لوبغاړو په سوزېدو سره یواځې ۱۳۹ منډې وکړې او د ۴ منډو په توپیر له ماتې سره مخ شوه.
توپ وهنه کې شریس ایر د ۵۷ منډو په جوړولو ترنورو ښه وځلېد.
د پنجاب لپاره توپ اچونه کې افغان ورو توپ اچونکي مجیب الرحمن خپلو ۴ اورونو کې د ۲۵ منډو په ورکولو سره دوه لوبغاړي وسوزول.
راجپوټ او انډیو ټای هم دوه دوه ویکټې ترلاسه کړې.
د لوبې غوره لوبغاړی راجپوټ وټاکل شو، چې د مجیب په نسبت یې خپلو اورونو کې دوه منډې کمې ورکړې وې.
روانو ای پي ایل سیالیو کې پنجاب لوبډلې له ۶ څخه د پنځه په ګټلو او یوې ماتې سره د جدول لومړی مقام ترلاسه کړ، خو ډیلي لوبډله له ۶ څخه په ۵ ماتو او یوې لوبې ګټلو سره د جدول ورستي مقام کې قرار لري.
د دې سیالیو په لړ کې به نن ماښام ۷ بجې د راشد اړوند سنریزر حیدآباد لوبډله د ممبي انډینز لوبډلې سره د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.
نصرت الله عمرزی