چهارشنبه , 24 اپریل 2024

کرکټ: پېښور زلمیو لوبډلې کوېټې ته په ماتې ورکولو نيمه پای لوبې ته ولاړه

د پاکستان سوپر لیګ شل اوریزه کرکټ سیالۍ،چې د فیبروري په ۲۲ نېټه په دوبۍ کې پیل شوې نیمه پای لوبې ته د لار موندنې سیالي تېره شپه کراچۍ کې ترسره شوه.

دا لوبه د پیښوز زلمي او کوېټه ګلډیټورس لوبډلو ترمنځ وه، چې پیښور زلمیو د یوې منډې په توپیر وګټله او نیمه پای لوبه ته ولاړه.

لومړی توپ وهنه پیښور زلمیو وکړه، ټاکلو شلو اورونو کې یې د ټولو لوبغاړو به سوځیدو سره ګلیډیټورس لوبډلې ته د ۱۵۸ منډو هدف ورکړ.

کوېټې لوبډلې شلو اورونو کې د ۹ لوبغاړو په زیان ۱۵۶ منډې وکړې او لوبه یې د یوې منډې په توپیر وبایلله.

د دې سیالیو پای لوبې ته وار له مخه اسلام آباد یونایټیډ لوبډلې لار موندلې وه.

نیمه پای لوبه کې نن ماښام ۶ نیمې بجې پیښور زلمي لوبډله د کراچۍ کینګز لوبډلې سره مخ کیږي.

د دې سیالیو پاتې دواړه لوبې په کراچۍ کې ترسره کیږي.

نصرت الله عمرزی