پنجشنبه , 25 اپریل 2024

کرکټ: کوټه ګلېډېټورس لوبډلې د پاکستان سوپر لیګ سیالیو اتلولي وګټله

د پاکستان سوپر لیګ شل اوریزې تجارتي کرکټ سیالۍ تېره شپه د کوټه ګلېډېټورس لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې.

د دې سیالیو پای لوبې ته له کوټې لوبډلې سره پشاور زلمي لوبډله وتي وه.

پشاور زلمیو شل اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره د ۱۳۹ منډو هدف ورکړ.

کوټې ګلېډېټورس لوبډلې په اتلسم اور کې یاد هدف ته د دوه ویکټو په زیان سره ځان ورساوه او لوبه یې د ۸ ویکټو په شتون کې وګټله.

احمد شهزاد ۵۸ ناسوځېدلې منډې وکړې.

محمد حسنین په دې لوبه کې د کوټې لوبډلې لپاره درې ویکټې واخیستې او د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

د ټول سیریز غوره لوبغاړی شین واټسن، غوره توپ وهونکی هم واټسن او غوره توپ اچونکی حسن علي ونومول شو.

دا سیالۍ د فیبروري له ۱۴مې نېټې راهیسې د ۶ لوبډلو ترمنځ پیل شوې وې، چې لومړۍ ۲۶ لوبې یې په متحده عربي اماراتو او وروستۍ ۸ لوبې یې په کراچۍ لوبغالي کې ترسره شوې.

خبریال: نصرت الله عمرزی