کرکټ: ۱۹ کلنې افغان لوبډلې په ۳۲ منډو سریلانکا ته ماتې ورکړه

 

د ۱۹ کلنو په ۵۰ اوریزو کريکټ نړيوالو سياليو کې افغان لوبډلې په ۳۲ منډو سريلانکا ته هم ماتې ورکړه.

د نننۍ لوبې پچه سري لنکا گټلې وه؛ خو افغان لوبډلې ته یې د توپ وهنې بلنه وکړه،چې افغان لوبډلې په ۳۸ اورونو کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو ۲۸۴ منډې وکړې او سريلانکا ته يې ۲۸۵ منډې هدف وټاکه، خو د باران له امله لوبه له پنځوس اورونو ۳۸ ته راټیټه شوه او سریلانکا ته هدف هم ۲۳۴ منډې وټاکل شو.

تر ټولو زياتې ۸۶ منډې ابراهيم ځدران جوړې کړې، درويش رسولي ۶۵ او اکرام علي خيل ۵۵، نثار وحدت۲۵ او عظمت الله عمرزی ۲۰ منډې جوړې کړې او سريلانکا ته يې ستر هدف وټاکه.

د سريلانکا لوبډلې په ۳۸  اورونو کې يوازې ۲۰۲ منډې جوړې کړې او ټول لوبغاړي يې وسوځېدل.

د همدې سياليو په لومړيو کې هم افغانستان د پاکستان ۱۹ کلنو لوبډلې ته د پنځو لوبغاړو په سوځېدو ماتې ورکړې وه.

د راتلونکې شبنې په ورځ  به افغانستان له ایرلنډ سره لوبيږي.

افغان لوبډلې د نننۍ بریا سره وکولی شول، چې راتلونکي پړاو ته لاره پیدا کړي.